افغانستان کې د ګازي برېښنا د تولید چارې پیل شوې

Image caption د پروژې عملي کار د هوکړې لاسلیکولو سره یو ځای پیل شو

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له یوه خصوصي شرکت سره بلخ ولایت کې د ګازي برېښنا پر لومړۍ پروژې کار پیل کړی، چې ۵۰ مېګاواټه برېښنا به تولیدوي.

دغه پروژه د غضنفر په نامه یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوې.

د پروژې عملي کار د هوکړې لاسلیکولو سره سم پیل شو.

د برېښنا وزارت چارواکي وايي، ددغې پروژې ارزښت ۷۵ میلیونه ډالره دی.

عبیدالله حُسام په خپل راپور کې کاږي، افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ترکمنستان، ایران، تاجکستان او اوزبکستانه پېري او ۳۰ سلنه نوره په کور دننه تولیدوي.

خو اوس د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت غواړي د لومړي ځل لپاره د ګازي برېښنا تولید په برخه کې له کورنیو سرچینو څخه ګټه واخلي.

د اوبو او برېښنا وزیر علی احمد عثماني په دې اړه یوې غونډې ته وویل، که څه هم ددې پروژې څخه ترلاسه کېدونکې برېښنا د هېواد اړتیا ته په کتو سره بسنه نه کوي، خو وايي، دا له سلما بند نه وروسته، د برېښنا تولید په برخه کې له کورنیو سرچینو د ګټې اخیستنې لپاره لومړی ګام دی.

پر ځان بساینه

د افغانستان اجرایه رییس عبدالله عبدالله ددې پروژې د هوکړې په غونډه کې وویل، دا ډول پروژې کولای شي افغانستان د برېښنا په برخه کې په ځان بسیا کړي.

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو په وینا، ددې پروژې لپاره به د جوزجان ولایت څخه را رایستل شوي ګاز د کانونو وزارت له لارې پر غضنفر خصوصي شرکت پلورل کېږي او ترلاسه شوې برېښنا به د افغانستان پر برېښنا شرکت پلورل کېږي.

چارواکي وايي، برېښنا شرکت به په مناسبه بیه دغه برېښنا پر خلکو وویشي.

د دغې پروژې ۲۰ سلنه لګښت د نړیوال بانک د نړیوالو مالي مرستو دفتر لخوا د پور په توګه ورکول کېږي.

ورته مطالب