د روزګان امنیه قومندان او امنیت امر له دندې ګوښه شوي دي

د انځور حقوق
Image caption محمد ويس صميمي خپل ماموریت بریالی او له لاسته راوړنو ډک بولي

د روزګان چارواکي وایي، چې د دغه ولایت امنیه قومندان او د امنیت آمر عبدالقوي له دندو ګوښه شوي او کابل ته غوښتل شوي دي.

د روزګان ولایتي ویاند دوست محمد نایاب وايي سیداقا ثاقب د روزګان د نوي امنینه قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلي ثاقب له دې مخکې د کندهار او هرات د امنيه قومندان په توګه دنده تر سره کړې.

د روزګان امنیه قومندان په توګه له ګومارل کېدو مخکې ښاغلي ثاقب د پلازمېنې کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال په توګه دنده تر سره کوله.

د انځور حقوق

د روزګان ګوښه شوی امنیه قومندان ویس صمیمي وایي، د ده په اړه د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې او دی یې مني.

نوموړی په روزګان کي خپل شپږ میاشتیني ماموریت بریالي او له لاسته راوړونو ډک بولي. خو د روزګان د ولایتي شورا مشر عبدالکریم خادمزي بیا وایي، چې ویس صمیمي د ناسم مدیریت له کبله کابل ته غوښتل شوی او نوموړي تور پورې کړ، چې د روزګان د اوسني وضعیت مسوول هم همدغه امنیه قومندان دی.

د روزګان مخکیني امنیه قومندان ویس صمیمي د خپل ماموریت پر مهال بي بي سي ته ویلي و، چې یو شمېر ځايي چارواکي په لوی لاس ناامنیو ته لمن وهي.

له دې مخکې د روزګان مرکز ترینکوټ او کندهار تر منځ غځېدلې لارې اوږدو کې د پولیسو یو شمېر پوستو له تسلمېدو وروسته د امنیت پخوانی امر رحیم الله خان او د امنیت پخواني مشر ورور هم له دندو ګوښه کړل شوي وو.

ورته مطالب