جنرال نېکولسن: د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو جګړه په ټپه ولاړ حالت کې ده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نېکولسن ويلي چې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو جګړه "ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې" ده.

نوموړي چې تېره ورځ يې د امریکا په دفاع وزارت (پېنټاګون) کې يوې غونډې ته خبرې کولې ویلي، "د افغانستان ۶۵ نه تر ۷۰ سلنه وګړي په هغو سېمو کې ژوند کوي چې د افغانستان دولت واک لاندې دي، ۱۰ سلنه وګړي د طالبانو تر ولکې لاندې سېمو کې او او پاتې هغو ځايونو کې ژوند کوي چې طالبان يې د نيولو لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي".

ښاغلي نېکولسن "اسلامي دولت" نومې ډلې ته په اشارې ویلي، د داعش "خراسان" ډله چې ډېری غړي يې پاکستاني اورپکي يادېږي اوس د افغانستان يوازې تر يو څو ولسواليو پورې محدوده ده.

راپورونه ښيي چې تېر کال کې شاوخوا "۵۰۰۰" افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو او "اسلامي دولت" نومې ډلې سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د ښاغلي نېکولسن په وینا، "اسلامي دولت" نومې ډلې یا داعش تکل درلود چې د جلال اباد ښار له نيولو سره، دا ښار د خراسان پلازمېنه اعلان کړي، خو تېره مياشت د امريکايي او افغانو ګډو ځواکونو د عملياتو په پايله کې هغوى د ننګرهار ولايت سوېل لور، لرو پرتو سيمو او غرونو ته په شا وتمبول شول.

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان دفاع وزارت وايي هڅه کوي خپل کنټرول هغو سيمو ته هم وغځوي چې اوس د وسله والو مخالفينو په لاس کې دي

جنرال نېکولسن ویلي، داعش تېر کال د افغانستان شاوخوا نهو ولسواليو کې فعاليت درلود، خو اوس دريو يا څلورو ولسواليو ته محدود شوي دي.

د ناټو دې قوماندان ويلي چې دوى به د داعش پر ضد خپلو عملياتو ته دوام ورکوي او په وينا يې، د حقاني ډله اوس هم په افغانستان کې لوى بريدونه ترسره کوي چې افغان او امريکايي ځواکونو ته ګواښ دی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل، دوی هڅه کوي خپل کنټرول هغو سيمو ته هم وغځوي چې اوس د وسله والو مخالفينو په لاس کې دي.

په ۲۰۱۴ کال په افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځي ماموريت پای ته ورسېد خو په افغانستان کې د تاوتريخوالي او جګړو له امله د امريکا ولسمشر بارک اوباما له دغه هېواده د امريکايي ځواکونو د وتلو پروسه وځنډوله.

اوسمهال په افغانستان کې ۱۳ زره امريکايي او د ناټو نورو هېوادونو سرتېري شته دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption افغان دولت تېره پنجشنبې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له اسلامي حزب سره هوکړه لاسليک کړه

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان له اسلامي حزب سره هوکړه په دغه هېواد کې د سولې راوستلو په موخه يو "هڅوونکی" ګام بللی دی.

افغان دولت تېره پنجشنبې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له اسلامي حزب سره هوکړه لاسليک کړه.

جنرال نيکولسن ویلي دا يو مثبت ګام دی چې کولی شي يوه ډله چې له هېواده بهره ده له دولت سره هوکړې ته ورسېږي او په افغان ټولنه کې داخل شي.

ورته مطالب