د ستایش قریشي قاتل 'دوه ځلې په اعدام' محکوم شوی

د ایران رسنیو ویلي، په ایران کې د وژل شوې افغان ماشومې شپږ کلنې ستایش قریشي قاتل 'دوه ځلې په اعدام' محکوم شوی دی. د ایران قضايي بنسټ تر اوسه دغه حکم نه دی تایید کړی.

دا خبر د ستایش د کورنۍ د وکیل عسکر قاسمي آقباش له خولې ځینو خبري رسنیو خپور کړی دی.

ښاغلي قاسمي خبري رسنیو ته ویلي ''قاتل یوځل د قصدي قتل په تور په قصاص محکوم شوی او په دویم تور کې د تاوتریخوالي او تېري په تور په اعدام محکوم شوی''.

دا حکم د بېرته غور وړ ګڼل شوی دی.

پر همدې مهال، د تهران د لومړۍ جنايي محکمې چارسمبالي (سرپرست) محسن افتخاري ویلي، دا حکم لاهم په محکمه کې نه دی لاسلیک شوی او ''رسنیو کې لا د خپرېدو وړ نه دی ګرځېدلی''.

د روان کال اپرېل میاشت کې د ترۍ تم شوې ستایش مړی د هغې د یوه ګاونډي په کور کې وموندل شو.

Image caption ستایش په ایران کې د یوه مېشت افغان کډوال لور وه، چې مړینې یې په خواله رسنیو کې توند غبرګونونه راوپارول، همدا وو چې په اړه یې د ایران د ولسمشر مرستیال او قضايي چارواکي هم غبرګونونو ښودلو ته اړایستل.

د هغې د قتل په تور نیول شوی مشکوک او د لېسې زده کووونکی شپږ میاشتې بندي و چې د کورنۍ په وینا یې، د بند پرمهال یې عمر تر ۱۸ کلونو ټیټ و.

ستایش په ایران کې د یوه مېشت افغان کډوال لور وه، چې مړینې یې په خواله رسنیو کې توند غبرګونونه راوپارول، همدا وو چې په اړه یې د ایران د ولسمشر مرستیال او قضايي چارواکي هم د غبرګونونو ښودلو ته اړایستل.

د نوموړې د مړینې په تړاو د افغانستان لوېدیځ ولایت هرات کې راغونډو شویو خلکو د هغې د قاتل د مجازاتولو غوښتنې وکړې، خو تهران کې پولیسو د افغانستان د سفارت مخې ته د خلکو راغونډېدو ته اجازه ورنه کړه.

د انځور حقوق setayesh
Image caption د نوموړې د مړینې په تړاو د افغانستان لوېدیځ ولایت هرات کې راغونډو شویو خلکو د هغې د قاتل د مجازاتولو غوښتنې وکړې، خو تهران کې پولیسو د افغانستان د سفارت مخې ته د خلکو راغونډېدو ته اجازه ورنه کړه.

ورته مطالب