افغان سوداګر د اوبو بند پر برېښنا ۳۰۰ میلیون ډالر پانګونه کوي

الکوزي شرکت د وزیرانو عالي اقتصادي شورا کې خپله پانګونه اعلان کړه د انځور حقوق arg
Image caption الکوزي شرکت د وزیرانو عالي اقتصادي شورا کې خپله پانګونه اعلان کړه

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني د وزیرانو شورا اقتصادي غونډه کې د سروبي پر دویم برېښناکوټ د ۳۰۰ میلیون ډالرو پانګونې اعلان وکړ، چې ۱۸۰ مېګاواټه برېښنا به تولیدوي.

ددغې پروژې چارې د الکوزي ګروپ له خوا مخته وړل کېږي.

دا برېښنا به نژدې ۱۸۰ زره کورنيو ته به بسنه وکړي.

د یاد ګروپ استازي په غونډه کې وویل، د دې پانګونې موخه د افغانستان پراختیايي پروګرامونو کې ونډه اخیستل دي.

د اوبو او برېښنا وزارت مرستیال انجینر بصیر عظیمي بي بي سي ته وویل د سروبي دویم رغاونه به د ۱۸۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا ولري چې نژدې ۱۸۰ زره کورنۍ به یې له برېښنا ګټه پورته کړي:

''کولی شي چې دا بند نژدې ۱۸۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي، چې نژدې ۱۸۰ زره کورنۍ به يې له برېښنا ګټه پورته کړي، سربېره پر دې به دا په سیمه کې اقتصادي اغېز هم ولري، ځکه چې برېښنا یو بنسټیز فکتور دی چې اقتصادي څرخ تاو کړي، دا به د پوهنې او امنیت په برخه کې ډېر اغېزناک وي.''

د سروبي بند په ۱۳۳۶ کال د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ پرمهال د جاپان له خوا د افغانستان په پیسو او پانګونې جوړ شو.

څو ورځې وړاندې هم افغانستان کې په لومړي ځل د ګازي برېښنا د تولید لپاره د اوبو او برېښنا وزارت او غصنفر خصوصي شرکت ترمنځ یو قرارداد لاسلیک شو.

اوس افغانستان د خپلې اړتیا وړ نژدې ۷۰ سلنه برېښنا له ترکمنستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان څخه واردوي او ۳۰ سلنه نوره اړتیا وړ برېښنا په کور د ننه چمتو کوي.

وړاندې هم الکوزي شرکت له افغان دولت سره د ۳۵۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د ۶ صنعتي کارخونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړی.

الکوزی شرکت له تېر میلادي کاله د افغانستان کریکټ بورډ ته تر لسو کلونو پورې هر کال ۱ اعشاریه درې میلیونه ډالره ورکوي چې ددغې لوبې پر پرمختیا لګول کېږي او دا دی د سروبي ددویم برېښنا کوټ جوړولو ته یې هم ټتر وواهه.

د افغانستان د مالیې د وزیر په وینا، د الکوزي نړیوال شرکت د لاسي دسمالونو، کارتن جوړونې او خوراکي توکو د تولید لپاره د ۳۵۰ میلیون ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی و.

د انځور حقوق Getty
Image caption څو ورځې وړاندې هم افغانستان کې په لومړي ځل د ګازي برېښنا د تولید لپاره د اوبو او برېښنا وزارت او غصنفر خصوصي شرکت ترمنځ یو قرارداد لاسلیک شو.

ورته مطالب