له ګاونډویو هېوادونو سره د بارچالانۍ ارزونې لپاره کمېټه ګومارل شوې

د انځور حقوق AP
Image caption افغانستان له پاکستان سره په ټرانزیتي برخه کې ستونزې لري دواخان مینه پال

افغان ولسمشر له ګاونډیو هېوادونو سره د بارچالانۍ د ستونزو حل لپاره یوه کمېټه ګومارلې ده.

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر په وینا پرون ( سپتمبر ۲۶ ) د سیمه ییز اتصال شورا په یوه غونډه کې د یو شمېر وزارتونو له چارواکو دغه کمېټه رامنځته شوې، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د بارچالانۍ مسالو ارزونې دنده ورسپارل شوې ده.

کمېټه ته دغه راز ویل شوي، چې د یادو ستونزو د حل تر څنګ د سیمه ییز اتصال پلان عملي کېدو لپاره لارې چارې ولټوي. په اډانه ییزو چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد همایون قیومي وايي د دغه پلان هدف له اسانې لارې د سیمې له هېوادونو سره د بندرونو او ټرانزیټي لارو اسانولو په وسیله د افغانستان نښلول دي.

د ښاغلي قیومي په وینا ددغه پلان له عملي کېدو سره به نه یوازې پانګې جلبېدو ته لاره هواره شي، بلکې د وارداتو او صادراتو ډېروالي لامل به هم شي.

د هغه په وینا افغانستان په سیمه کې یوې څلور لارې ته ورته دی، چې مرکزي اسیا له سویلي اسیا سره نښلوي او د ګوادر او چاه بهار بندرونو له لارې د مرکزي اسیا هېوادونو لپاره تودو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابروي.

ولسمشر دغه راز په پرونۍ غونډه کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو پر ارزونې ټینګار وکړ او له نوې رامنځته شوې کمېټې یې وغوښتل، چې په کې شته نیمګړتیاوې په بنسټیز ډول له منځه یوسي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغان ولسمشر ویاند دواخان مینه وال بي بي سي ته وویل، د سیمه ییز اتصال پلان کې پر دریو برخو، انرژۍ، توکو او معلوماتو تمرکز شوی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه وال بي بي سي ته وویل، د سیمه ییز اتصال پلان کې پر دریو برخو، انرژۍ، توکو او معلوماتو تمرکز شوی.

د نوموړي په خبره افغانستان له پاکستان سره په ټرانزیتي برخه کې ستونزې لري، خو د مرکزي اسیا له هېوادونو او نورو ګاونډیانو سره د افغانستان په سوداګري کې کومه ستونزه نه شته.

د دغو ستونزو لړ کې تېره میاشت افغان چارواکو ګواښ وکړ، چې که پاکستان په ځانګړې توګه د افغانستان د تازه میوو لېږدونکو ګاډو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي، دوی به مرکزي اسیا ته د تلونکو پاکستاني ګاډو مخه ونیسي.

د افغانستان متشبثینو بورډ مشر رحم الدین اقا د نوې رامنځته شوې کمېټې دنده مهمه بولي. نوموړی هیله مندي ښيي، چې دې سره به د هېواد اقتصاد او په ځانګړې توګه به وارداتو او صادراتو ته ګټه ورسېږي. نوموړی زیاتوي، باید مسلکي او له فساده پاک کسان باید د کمېټې د غړو په توګه وټاکل شي.

ورته مطالب