''ننګرهار کې د څارګرې الوتکې برید ۱۳ کسان وژلي''

د انځور حقوق f
Image caption په برید کې له سعودي عربستان نه یو راغلی حاجي هم ټپي شوی دی.

د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار ځايي چارواکي وايي، تېره شپه ناوخته یوې څارګرې الوتکې اچین ولسوالۍ کې د یوه حاجي پر ملېمستون برید کړی، چې په وینا یې د داعش ځینې کسان او ولسي وګړي پکې وژل شوي.

برید د چارشنبې په ګهیځ د اچین ولسوالۍ په شډل سیمه کې شوی.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال بي بي سي ته وویل، برید د چارشنبې په ورځ ګهيځ وختي شاوخوا څلور بجې پر هغه یوه مېلمستون وشو، چې د یوه حاجي هرکلي ته پکې خلک راغونډ شوي وو.

مشرقیوال وايي، په اچین کې دداعش دوه قومندانان او ۱۶ وسله وال وژل شوي او د اچین د پولیسو مشر محمد علي یوازې ددرېیو ملکیانو د وژل کېدو پخلی کوي.

د غني خېلو د روغتون مشر ډاکټر امان ګل شینواري بي بي سي ته وویل، اوه مړي او ۱۱ ټپیان دوی ته وروړل شوي، چې ټول ملکیان دي.

د اچین ارواکي د ملکیانو وژنه مني، خو دومره ډېره هم نه.

رپوټونه وايي، له بیت الله نه راغلی تازه حاجي هم ټپي دی او مشر ورور یې وژل شوی، په نورو وژل شوو ک یو پلار او درې زامن هم دي.

په ځینو رپوټونو کې ویل شوي، په نښه شوي کور ته تېره شپه د داعش جنګیالي هم ورغلي، خو شپه يې نه وه تېره کړې.

یوه حکومتي چارواکي بي بي سي ته ویلي په اچین کې دوه بریدونه شوي، چې په یوه کې ملکیان او په بل کې دداعش وسله وال وژل شوي.

تر اوسه امریکايي ځواکونو او د (اسلامي دولت) نومې ډلې په تړاو څه نه دي ویلي.

که د ملکیانو د اوسنۍ وژنې پخلی وشي، دا به په افغانستان کې د داعش پرضد جګړه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې لویه شمېره شي چې د نړیوالو ځواکونو له لوري وژل کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب