د هلمند کجکي برېښنا بند دویمې برخې جوړلو تړون لاسلیک شو

Image caption د کجکي بند په ۱۳۸۸ کال کې د نړیوالو ځواکونو لخوا ورغول شو

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت او یوه ترکي شرکت ترمنځ د یوه تړون په لاسلیکېدو یو ترکی شرکت د هلمند د کجکي اوبو برېښنا بند دویمه برخه جوړوي.

د افغانستان د اوبو برېښنا وزیر علي احمد عثماني ددې سند د لاسلیک په مراسمو کې وویل، د کجکي بند دویمې برخې جوړېدو سره به ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولید شي.

هغه وویل، د برېښنا د تولید ترڅنګ به ددې بند د اوبو ذخیرې وړتیا له نژدې یو میلیارد متر مکعب اوبو نه ۲،۳۴ میلیارد متر مکعبو ته لوړه شي.

د ښاغلي عثماني په خبره، دا اندازه اوبه به په راتلونکي کې د ۱۰۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت ولري.

ښاغلي عثماني زیاته کړه، د یوه توربین نصبولو پرته د کجکي بند توربین نصبولو چارې بشپړې شوې دي.

هغه وویل، د افغانستان دولت اساسي هدف دا دی چې د انرژۍ او زېربنا سکتور ته وده ورکړي.

د هغه په وینا، د افغانستان په ټولو برخو کې اړو خلکو ته د برېښنا رسولو لپاره له ۴ تر ۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

هغه له خصوصي شرکتونو وغوښتل چې اوسمهال د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته لازم فرصت برابر شوی او له بلې خوا په دې برخه کې پانګونې ګټه ډېره ده.

د اوبو انرژۍ وزیر د کجکي برېښنا بند د پراختیا د لګښت په اړه معلومات ورنکړل، خو د دې وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي وړاندې بي بي سي ته ویلي و، د "۷۷ ساختماني" شرکت چمتو دی چې په دې برخه کې ۱۷۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption څه موده وړاندې په لویدیځ ولایت هرات کې د سلما اوبو برېښنا بند پرانستل شو.

د ترکیې "۷۷ ساختماني" شرکت رییس چې وړاندې یې له اوبو برېښنا وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړی و، په دغو مراسمو کې وویل؛ نن دغه شرکت د کجکي برېښنا بند دویم توربین لګولو کار پیلوي چې ورسره به د برېښنا تولید ظرفیت له ۳۲ میګاواټو ۵۱ ته لوړ شي.

د کجکي برېښنا بند جوړول په ۱۳۳۲ کال کې پیل شو او لومړنی توربین یې په ۱۳۵۱ کال کې او بل یې په ۱۳۵۳ کال کې نصب شو، خو درېیم توربین یې څو کاله وړاندې ولګول شو.

اته کاله مخکې کله چې دې بند ته یو توربین ولېږدول شو، د لېږد امنیت ساتلو لپاره یې پنځه زره امریکایي او بریتانوي سرتېرو ونډه واخسته او په پنځو ورځو کې د لېږد په اوږدو کې یې د طالبانو ۲۰۰ غړي ووژل شول.

اړونده مطالب

ورته مطالب