د افغانستان په تړاو د بروکسل ناسته، ژمنې او تمې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان حکومت چې د لوېديځ ملاتړ له ځانه سره لري، د ۱۵ کلونو په تېرېدو اوس هم له ناامنۍ، پراخ فساد او سختې بې وزلۍ سره د مبارزې په برخه کې بهرني لاسنیوي ته اړ دی.

د اکتوبر په ۴مه بروکسل کې د شاوخوا ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو بنسټونو او ادارو استازي جرګه کېږي چې له افغانستان سره د سیاسي او مالي ملاتړ دوام په اړه سره خبرې وکړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption دا غونډه افغان حکومت لپاره داسې يو دريځ دى چې کولى شي د سمونو په برخه کې خپلې لاسته راوړنې او راتلونکې لپاره خپل ليد لورى د نړېوالو مخې ته کېدي.

تمه ده چې په دې غونډه کې د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې لپاره د نویو مرستو ژمنې وشي.

اروپايي ټولنه او افغانستان دواړه د بروکسل د کنفرانس کوربانه دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په غونډه کې ګډون کوي.

د بروکسل غونډه مهمه نړېواله ناسته ده چې تمه کېږي افغانستان لپاره د نړیوال سیاسي او مالي ملاتړ نوی څپرکى پرانیزي.

ژمنې او تمې

دا غونډه افغان حکومت لپاره داسې يو دريځ دى چې کولى شي د سمونو په برخه کې خپلې لاسته راوړنې او راتلونکې لپاره خپل ليد لورى د نړیوالو مخې ته کېږدي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اروپايي ټولنې بهرنيو چارو مشره فريدريکا موغريني هم د سولې موضوع به د بروکسل د کنفرانس د اجندا مهمه برخه وي.

افغان چارواکي وايي دوى به له خپلو نړيوالو ملگرو سره ژمنه وکړي چې د فساد په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او هڅه به کوي چې د اقتصادي پرمختګ په مټ پر خپلو پښو ودرېږي.

د افغانستان ماليې وزير اکليل حکيمي په وينا ټاکل شوې افغانستان د بروکسل په ناسته کې نوې ٢٤ ژمنې وکړي، چې د فساد په وړاندې مبارزه، د کليوالو سيمو د اقتصاد پياوړتيا او د ملکي چوپړونو وړاندې کول د دغو ژمنو برخه دي.

تمه ده بسپنه ورکونکي هېوادونه راتلونکو څلورو کلونو لپاره يانې د ٢٠٢٠ م کال پايه پورې خپلو نویو ژمنوسره افغانستان کې د سولې، ثبات او پراختیا د بهیر ملاتړ څرګند کړي.

سياسي غونډه

د اروپايي ټولنې بهرنيو چارو مشره فريدريکا موغريني هم د سولې موضوع به د بروکسل د کنفرانس د اجندا مهمه برخه وي.

"دا به يوه سياسي غونډه هم وي. موخه به د افغانستان د ملي وحدت حکومت ملاتړ وي چې د سولې او ملي پخلاينې بهير ته دوام ورکړي. موږ به په دې برخه کې د اروپايي ټولنې ژمنې ډېرو او دغه بهير لپاره د آسانتيا برابرولو په هدف له نورو سيمه ييزو لوبغاړو سره خپل اړيکي وکاروو."

د ښځو حقونه

Image caption د اغلې موغرينې په وينا په کنفرانس کې به د افغان مېرمنو په ژوندانه کې رامنځته شوي بدلانه ته کتنه وشي او په راتلونکې کې د افغانو ښځو د ملاتړ لپاره به لارې چارې ولټول شي.

د ښځو د وسمنولو موضوع د افغانستان په تړاو د بروکسل د کنفرانس بله مهمه وضوع ده. د اغلې موغرينې په وينا په کنفرانس کې به د افغان مېرمنو په ژوندانه کې رامنځته شوي بدلانه ته کتنه وشي او په راتلونکې کې د افغانو ښځو د ملاتړ لپاره به لارې چارې ولټول شي.

افغان چارواکي هم څرگندوي چې په ادارو کې د افغانو ميرمنو د ونډې زياتولو او د هغوى د حقوقو د خوندي کولو په تړاو خپل پروگرامونه د غونډې گډوانوالو ته وړاندې کړي.

لاسته راوړنې او ننگونې

کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان به په اقتصادي ډگر کې د نړېوال سوداگريز غړيتوب، د چابهار بندر هوکړه ليک لاسليک کېدل، د سلما بند پرانيسته او په سياسي ډگر کې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له گوند سره د سولې تړون د خپلې لاسته راوړنې په گوته کړي.

خو ښايي د کډوالو د موضوع ، پراختيايي پروژو ته د ځانگړو شويو پيسو د لگښت نه وړتيا او فساد له امله چې د پیاوړو دولتي بنسټونو د نشتوالي او د قضا او څارنې کمزورتیا له امله فساد په دولتي ادارو کې په بې سارې کچه غځیدلی، افغان حکومت له پوښتنو سره مخامخ شي.

د افغانستان په تړاو نړیوال کنفرانسونه

په تېره یوه نیمه لسیزه کې په هرو دوو کلونو کې دغه راز یوه غونډه جوړه شوې چې د توکیو، برلین، پاریس او لندن ښارونه یې کوربانه و

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان به په اقتصادي ډگر کې د نړيوال سوداگريز غړيتوب، د چابهار بندر هوکړه ليک لاسليک کېدل او د سلما بند پرانيسته د خپلې لاسته راوړنې په گوته کړي.

افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له ښکېلېدا راهیسې یانې په تېرو پنځلسوکلونو کې دغه هېواد سره شاو خوا ۱۳۰ میلیارډ امریکایي ډالر مرسته شوې

امریکا د بسپنه ورکونکو هېوادونو په سر کې ده، چې د افغانستان د پرمختیا او بیارغونې لپاره یې څه دپاسه ۱۱۴ میلیارډ ډالر مرسته کړې.

د دې مرستې کچه له هغې ډېره ده چې له نړیوالې جګړې وروسته امریکا د اروپا بیارغونې لپاره پر مارشال پلان لگولي دي.

د امریکا د مرستو ډېره برخه، یانې څه د پاسه ٦٨میلیارډ ډالر د افغان امنیتي ځواکونو پرجوړونې يانې د ځواکونو پر روزنې، سمبالښت او پوځي تاسیساتو لګول شوي.

نژدې ۳۳ میلیارډ ډالر پر پراختیایي چارو او ښې حکومتوالۍ لګېدلي، او پراختیایي او بیارغنیزو چارو لپاره د ځانګړو شویو پیسوڅه دپاسه ۸ میلیارډ ډالر له نشه یې توکو سره پر مبارزې لګول شوي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د امریکا د مرستو ډېره برخه، یانې څه د پاسه ٦٨میلیارډ ډالر د افغان امنیتي ځواکونو پرجوړونې يانې د ځواکونو پر روزنې، سمبالښت او پوځي تاسیساتو لګول شوي.

پر ملکي چارو څه د پاسه ۱۰میلیارډ او پر بشري مرستو نژدې ٣ میلیارډ ډالر لګښت راغلی.

بهرنى لاسنيوى

سره له سترو مالي مرستو افغانستان اوس هم د نړۍ د تر ټولو بېوزلو هېوادونو په ډله کې راځي او ښايي تر نامالومې مودې پورې بهرني لاسنیوي ته اړ وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب