جوزجان کې چاودنې ۶ ولسي وګړي وژلي، ۳۵ ټپیان کړي

د انځور حقوق f

د افغانستان د شمالي ولایت جوزجان د ولایت ویاند رضا غفوري وایي، نن سهار په درزاب ولسوالۍ کې په چاودنه کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي غفوري نن (میزان/تلې ۱۲مه) بي بي سي ته وویل، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوي و او د ورځې په ۱۰:۳۰ بجو ورته د درازاب په بازار کې د خلکو د ګڼې ګوڼې پرمهال چاودنه ورکړل شوې ده.

هغه وویل د پېښې ټول قربانیان ولسي وګړي دي او په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

د والي وایي، د پېښې ټپیان د درزاب ولسوالۍ روغتیایي کلینک او ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او ښایي د وژل شویو شمېره لوړه شي.

تراوسه ددې چاودنې مسوولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی، خو ښاغلي غفوري وویل، په درزاب ولسوالۍ کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې او طالبانو اورپکي فعال دي.

نوموړي همداراز وویل؛ تېره ورځ د داعش ډلې وسله والو په دغه ولسوالۍ کې درې ځوانان د تذکرې اخستو له امله وژلي دي.

د هغه په خبره، دغو کسانو غوښتل په محلي پولیسو کې ځانونه شامل کړي، خو کله چې له ولسوالۍ بېرته د خپل کور لور ته روان و، په جرقدوک سیمه کې په ډزو وژل شوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب