د افغانستان په اړه د بروکسل ناسته

مهم ټکي

  • د بلجیم بروکسل کنفرانس د افغان حکومت او اروپايي ټولنې په ګډ کوربتوب تر سره کېږي
  • اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه
  • رسنیو ته ویل شوي، چې د اټکل له مخې به هرکال درې نیم میلیارد ډالره به افغانستان ته ورکول کېږي
  • د افغان ولسمشر ویاند وايي، اروپا کې د افغان کډوالو مسله د بروکسل ناسته کې نه مطرح کېږي
  • د بروکسل غونډه مهمه نړېواله ناسته ده چې تمه کېږي افغانستان لپاره د نړیوال سیاسي او مالي ملاتړ نوی څپرکى پرانیزي
  • تمه ده بسپنه ورکوونکي هېوادونه راتلونکو څلورو کلونو لپاره يانې د ٢٠٢٠ م کال پايه پورې خپلو نویو ژمنوسره افغانستان کې د سولې، ثبات او پراختیا د بهیر ملاتړ څرګند کړي
  • په تېره یوه نیمه لسیزه کې په هرو دوو کلونو کې دغه راز یوه غونډه جوړه شوې چې د توکیو، برلین، پاریس او لندن ښارونه یې کوربانه وو

ژوندی خبري پوښښ

راپور ورکول:

  • هدایت الله همیم او ګوربت ننګیال 

د خپرېدو نیټه 5 اکتوبر 2016 - 14 تله 1395

د دغې ژوندي پوښښ د وروستي حال خپریدا اوس کار نه کوي