د افغان کډوالو مسله د بروکسل ناستې اجنډا کې نه شته

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بروکسل ناستې په درشل کې د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بي بي سي ته هغه رپوټونه رد کړل چې ګني اروپايي ټولنه په دې شرط له افغانستان سره مرسته کوي چې کابو ۸۰ زره افغان کډوال بېرته ومني.

هارون چخانسوري وویل، د بروکسل ناسته کې د کډوالو مسله هېڅ نه مطرح کېږي او نه هم پر دې غونډې پورې تړاو لري.

ده وویل، افغان حکومت دا خبره په ډېر قاطعیت سره ردوي او وايي افغان حکومت له اروپايي ټولنې سره د افغان کډوالو په اړه ډېر بحثونه کړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption هارون چخانسوري وویل، د بروکسل ناسته کې د کډوالو مسله هېڅ نه مطرح کېږي او نه هم پر دې غونډې پورې تړاو لري.

نوموړي وویل، په اروپايي هېوادونو کې پر افغان کډوالو د کوربه هېوادونو او ملګرو ملتونو نړیوال قوانین پلې کېږي او د هغو کډوالو د برخلیک او بېرته باعزته ستنولو په اړه بیا له سره غور کېږي، چې د پناه غوښتنې شرطونه نه شي پوره کولی.

ښاغلی چخانسوري وايي، نړیوال مرستندویان له افغانستان سره متقابله مرسته او حساب ورکول لري او دا مرستې به د افغانستان د ملي بودیجې له لارې د پروژو د لومړیتوب پربنسټ ولګول شي.

نوموړي وویل، افغان حکومت ژمن دی چې خلکو ته اقتصادي فرصتونه برابر کړي او دغه هېواد پر خپل ځان بسیا شي.

ده وویل، افغان حکومت دا ژمنتیا هم لري، چې خصوصي سکټور ته د پانګونې برابرولو لپاره فرصتونه رامنځ ته کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ده وویل، افغان حکومت دا خبره په ډېر قاطعیت سره ردوي او افغان حکومت له اروپايي ټولنې سره د افغان کډوالو په اړه ډېر بحثونه کړي.
د انځور حقوق AFP

ښاغلي چخانسوري د بي بي سي دې پوښتنې ته په ځواب کې - چې ایا نړیوال به دې ته زړه ښه کړي چې خپلې مرستې د افغانستان د ملي بودیجې له خوا ولګول شي، حال دا چې افغانستان د ملي بودیجې یوازې ۳۰ سلنې په لګولو توانېدلی – وویل:

''افغانستان له خپلو نړیوالو همکارانو او شریکانو سره دوه اړخیزه ژمنې لري، متقابل حساب ورکول او متقابلې ژمنې دي، چې د ملي بودیجې له لارې به مرستې رسول کېږي او لومړیتوب به ډېرو اړینو پروژو ته ورکول کېږي، چې دا کار د پروژو مؤثریت ډېروي او د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون هم راوستلی شي''.

د ولسمشر ویاند مني چې نړیوالو مرستندویانو د مرستو لګولو لپاره ځینې ځانګړي شرطونه ټاکلي، چې یو هم پکې له اداري فساد سره ټینګه مبارزه، اقتصادي پراختیا او د خلکو په اقتصادي ژوند کې بدلون راوستل او کاري زمینې برابرول دي.

د انځور حقوق Haroon Chakhansuri
Image caption هارون چخانسوري وویل، د بروکسل ناسته کې د کډوالو مسله هېڅ نه مطرح کېږي او نه هم پر دې غونډې پورې تړاو لري.

په پام کې ده چې د بروکسل کنفرانس په دویمه او وروستۍ ورځ، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت پر لاسته راوړنو هم خبرې وشي.

د ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه.

د مرستې دغه سند بروکسل کې د اکتوبر پر ۴ مه د افغانستان مالیې وزیر اکیل حکیمي او په اروپايي ټولنه کې د اقتصادي همکاریو کمشنرې ونې وین مي ميکا له لوري لاسلیک شو.

د غونډې پر مهال لسګونه اروپا مېشتي افغانان د افغان ولسمشر د ملاتړ په موخه یو ځای شوي وو.

د انځور حقوق Getty
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بروکسل غونډې په څنډه کې د افغان مېرمنو ځواکمنتیا په تړاو ناستې ته وینا کې وویل افغانې ښځې خیریه مرستو ته اړتیا نه لري.

اروپايي ټولنه له افغانستان سره له پنځو تر ټولو ډېرو مرسته کوونکو یوه ده، چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې یې له افغانستان سره له دریو میلیاردو ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

'خیرات نه، مرستې غواړو'

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بروکسل غونډې په څنډه کې د افغان مېرمنو ځواکمنتیا په تړاو ناستې ته وینا کې وویل افغانې ښځې خیریه مرستو ته اړتیا نه لري. خیریه مرستې ښځې نه شي ځواکمنولی خو بازار موندنې ته لاسرسی کولی شي دوی ځواکمنې کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب