کابل کې پر بس ګاډي برید شوی دی

د انځور حقوق Reuters

د افغانستان پلازمېنې کابل دارلامان سیمه کې پر یوه بس ګاډي د نښلېدونکي بم چاودنه شوې ده، چې ویل کېږي، پایله کې یې څلور کسان ټپیان شوي دي.

په دغه ګاډي کې د کانونو او صنایعو وزارت مامورینو سفر کاوه. د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خبره د چاودنې پایله کې څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د ارالامان ماڼۍ په سیمه کې د افغانستان ملي شورا د ودانۍ تر څنګ یو شمېر دولتي ودانۍ موقعیت لري. له دې مخکې وسله والو کسانو د سنبلې/وږي پر ۳مه د پلازمېنې کابل په همدغه دارالامان سیمه کې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید وکړ.

د کابل پولیسو هغه مهال ویلي و، په برید کې د ۷ محصلینو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو.

اړونده مطالب