په مزارشریف کې د ښځو مزدوري

ښځې ګهیځ وختي دلته د کار موندلو لپاره راځي
Image caption ښځې ګهیځ وختي دلته د کار موندلو لپاره راځي

په افغانستان کې تر ډېره نارینه د ورځې مزدوري کوي، خو په دي وروستیو کې په مزار شریف کې ښځې هم د کار پیدا کولو په موخه واټ ته راوتي چې مزدوري وکړي.

دغه مېرمني د ورځې د سلو یا ۱۲۰ افغانيو په بدل کې کار کوي، خو دوی وايي سره له دې چې له ناچارۍ کار پسې وځي، ځینې کسان پسې ناسمې خبرې هم کوي.

د مزارشریف د یولمرب سیمه کې د سړک غاړې ته دغه مېرمنې سهار په شپږو ځان رسوي.

سره له دې چې دوی د نارینه وو غوندې په بېل او کولنګ کار نه کوي، خو ترډېره يې باغونو او پټو ته خلک د خیشاوې او سبو ریېلو لپاره بیايي.

د نرانو په پرتله د دوی د ورځې مزدوري نژدې درې برابره کمه، له سل تر ۱۲۰ افغانۍ ده خو لاهم پرې لانجې وي.

له دې ډلې مېرمنو یوه هم ۴۰ کلنه حمیده ده چې ۱۳ کلن زوی هم ورسره دی، هغه وايي له یوې بلې مېرمني سره درېواړه ښار ته نژدې په یوه باغ نعناع ریبي:

Image caption دغه ښځې د ورځې په ډېرې کمې مزدورۍ کار کوي
Image caption ډېری ښځې په سبو رېبلو کې مزدورۍ کوي

''ډېر سخته ده چې کار ونه کړم هم نه کېږي کور مې هم لیرې دی، سهار شپږ بجې پلې ځم د مازدیګره تر پنځو بجو او بېرته پیاده ځم، څه چاره شته، له سوالګرۍ خو ښه ده، اسمان لوړ او ځمکه سخته''.

ظاهراً ددغو مېرمنو ډېری یې د پنځه شپږ کسیزه کورنیو نفقه پرغاړه لري، هغه څه چې په اوسنیو شرایطو کې یې ځینې نران هم په تیارولو نه توانېږي.

د ژوند د ناخوالو او اقتصادي ستونزو د دغو مېرمنو په کتار کې ځینې ځوانې مېرمنې هم شته چې وايي له بده مرغه د ټولنې او کوڅو ځینې کسان پسې بېځایه خبرې هم کوي. یوه له دوی چې خپل عمر ۳۵ کاله او خپل مستعار نوم نجییه ښيي وايي له دې امله هم ځوریږي:

''ماته ددې ویل ښه نه دي، ځوانه یم، هرڅوک هرڅه وايي، اول وایم خدایه مرګ راکړې که مرګ نه راکوې روزي راکړې، بیا وایم چې دلته کارته راځم ددې توان راکړې چې پر خپلو مټو کار وکړم او ماشومانو ته مې ډوډۍ ورکړم''.

مازدیګر مهال له نژدې ۱۲ ساعته کار وروسته ددغو مېرمنو په څېره د ستړیا خولې راماتې وي، د ډېرو لاسونه د سبو پر ګردونو او خټو ککړ وي خو د ورځې ګرمۍ ته د تېرې کړې ستړیا په بدل کې بیا دوی خپله تنخا ډېره کمه ګڼي، چې تر ډېره له خپل مزد نه ناراضه وي.

Image caption ښځې وايي، کوم کار چې دوی کوي، له وسه یې لوړ دی

د قعله غازیان په سیمه کې یو کروندګر عبدالقدیر بیا وايي چې مېرمنې درانه کارونه نه شي کولای او له همدې امله د نرانو په پرتله لږ معاش ورکوي:

''د ورځې درې څلور مېرمنې، یا هرڅومره چې اړتیا وي راولي يي او د ورځې یو سلو شل افغانۍ تنخا ورکوي، سره له دې چې وايي ددغو مېرمنو په پرتله د نارینه وو مزدوري د ورځې درې سوه دوه نیم سوه روپۍ ده''.

بل خوا، په کاري چاپېرال کې د ښځو د خوندیتوب په اړه اندېښنې شته. خو د بلخ د کار او ټولنیزو چارو مشر مطیع الله مطیع وايي تراوسه دوی ته کومې مېرمنې د کار پرمهال د کارګمارونکو له لوري د ځورېدو او ناوړه چلند نه شکایت نه دی کړی.

دی وايي په بلخ کې د کار پرمهال ښځې خوندي دي او وايي که چا له دې امله شکایت وکړ د قانونو مطابق به يي دوسیه وڅېړل شي.

Image caption دغه ښځې له ګهیځ تر مازدیګره په سره لمر کې کار کوي

که څه په ډېرو ټولنو کې ښځې او نران دواړه له رسمي ماموریتونو نیولې په بېلو برخو کې کار کوي، خو د افغانستان په شمال کې چې دا مېرمنې د نرانو په څېر د مزارشریف په یوې ځانګړې سیمې کې مزدورۍ ته راوځي، دوی د یوه دودیز دېوال د ماتولو مبارزې او سرلارې بلل کېدای شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب