پټ ژوند!

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې همجنس خوښي ټبو ده یعنې خلک پرې ډېرې خبرې نه کوي، ځکه چې معمولاً د یوې غیر اسلامي او غیر اخلاقي پدېدې په توګه پېژندل کېږي.

له همدې کبله د همجنس خوښوونکو او د هغو نورو کسانو چې بل ډول جنسي انګيرنې لري هېڅ کره شمېرې نه شته.

بي بي سي له څلورو هغو افغانانو سره خبرې کړې، چې همجنس خوښونکي دي او یا بل ډول جنسي انګېرنه لري.

دوی ټولو د خپل مخفي ژوند په اړه خبرې کړې، خو ټول ژمن دي، چې له خپل هویت نه دفاع وکړي.

بي بي سي د دغو کسانو د خوندیتابه لپاره په دغه رپوټ کې د دوی اصلي نومونه نه یادوي.

۱۹ کلنه زینب له خپل پلار، مور او وروڼو سره ژوند کوي، خو کورنۍ یې نه پوهېږي چې هغه یوه همجنس خوښوونکې ده.

دا وايي "۱۵ یا ۱۶ کلنه وم چې وپوهیدم نارينه مې نه خوښېږي."

"ما په یوه سينګارتون کې دنده لرله، هلته زما همکارې نجونې ډېرې وې هملته پوه شوم چې له هلکانو مې نجونې ډېرې خوښېږي."

زینب وايي، کلونه وروسته ایله وتوانیدم چې خپلې لومړنۍ ملګرې ته د زړه حال ویلو جراات ومومم.

د زړه حال څرګندول

" کله چې زینب خپلې د کلونو ملګرې ته، وویل چې هغې سره مینه کوي، نو هغه حیرانه پاتې شوه ."

"ما ورته وویل چې زه هماغه احساس چې معمولاً یې یو هلک یوې نجلۍ ته لري ستا لپاره لرم."

Image caption افغان همجنس خوښوونکي له پټ هویت سره د ژوند شپې ورځې سبا کوي

دغې موضوع د یو څه مودې لپاره د دوی تر منځ بېلتون رامنځته کړ، خو وروسته بیا دواړه د جوړې په توګه یو ځای شوو.

زينب وايي، دوی معمولا اوونۍ کې یو یا دوه ځلې له يو بل سره لیدل، خو وايي خپله اړيکه يې پټه ساتلې وه.

هغه وايي، "افغانستان کې ښځینه همجنس خوښونکې ډېرې دي خو نه شي کولی چې په ازاد ډول په دې اړه وغږیږي."

د نوموړې په وينا "افغانستان کې همجنس خوښونه د اسلام خلاف بلل کېږي. که چېرې خلک پرې پوه شي پايله يې مرګ دی. زما کورنۍ بايد هېڅکله هم له دې موضوع خبره نه شي"

بي بي سي چې له کومو همجنس خوښونکو سره مرکې کړي ټولو سره د رټل کېدو او ان د وژل کېدو وېره ده.

یوه بله ستونزه چې دوی یې لري دا ده چې کورنۍ یې پرې له مخالف جنس سره د واده کولو او د افغان ټولنې له دود، دستور سره سم د ژوند کولو لپاره فشار راوړي.

پلمې او تېښتي

داود ۱۸ کلن و چې پوه شو یو همجنس خوښونکی دی. کوژده یې هم کړې وه.

هغه وایي " کوژده زما له خوښې پرته شوې وه، غوښتل مې چې دغه کوژده پرېږدم ځکه د مخالف جنس پر وړاندې مې هېڅ احساس نه درلود"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د داود کوژده فسخ شوه، او وايي اوس له يوه نارينه سره خوشحاله اړیکي لري.

دی وايي"زموږ اړيکې ډېرې ژورې دي. کله چې له يوه بل سره وينو داسې احساس کوو لکه په بېله نړۍ کې چې ژوند کوو"

داود هم اړ دی، چې دوه مخی ژوند وکړي.

د هغه په وينا " افغانستان کې همجنس خوښونې ته په بده سترګه کتل کېږي که چېرې څوک پر موږ پوه شي ښايي د اعدام سزا راکړل شي."

قانوني وضعیت د همجنس خوښونکو لپاره افغانستان په شان ځای کې له ستونزو او کړاوونو ډک دی.

<span >د افغانستان د جزا قانون په ۴۲۷ ماده کې راغلي

  • ۱.هغه شخص چې د مونث سره زنا یا لواطت یا د مذکر سره لواطت وکړي، د احوالو سره سم په اوږد مهاله حبس محکومېږي.
  • ۲. په پورتنۍ فقره کې د مندرج فعل ارتکاب په لاندې حالتونو کې د مشدده احوالو له ډلې شمېرل کېږي:
  • ۱- په هغه حالت کې چې مجنی علیه د ۱۸ کلنۍ عمر بشپړ کړی نه وي.
  • ۲- په هغه حالت کې چې مرتکب د مجني علیه تر درېیمې درجې پورې د اقاربو له ډلې وي.

ناڅرګند حقوقي حالت

د ایل جي بي ټي (هجنس خوښوونکو) ټولنې پر وړاندې په افغانستان کې قانوني وضعیت د کاغذ پر مخ په ځانګړې توګه څرګند نه دی، خو قانون پوهان او د همجنس خوښونکو ټولنه په دې کې هېڅ شک نه لري چې په دې هېواد کې یو جرم ګڼل کېږي.

د افغانستان د جزا قانون ۴۲۷ ماده یوازی "لواط" ته اشاره شوې چې د دوو نارینه وو تر منځ یو جنسي عمل چې معمولا داسې انګېرل کېږی چې یو یې کم عمره هلک يا ځوان نارينه وي. د دې عمل سزا "اوږد مهاله بند" ټاکل شوی دی.

خو په بریتانيا کې د هل پوهنتون استاد ډاکټر نیاز علي شاه چې د افغان او اسلامي قوانینو کارپوه دی وايي په افغانستان کې د جزا قانون هغه اسلامي اصولو ته انعکاس ورکوي چې همجنس خوښونه حرام بولي.

نوموړی وايي "اسلامي قانون یوازي یو ډول جنسي اړیکو ته جواز ورکوي او هغه د یوه بالغ نارینه او ښځي تر منځ چې واده يې کړی وي اړيکه ده. که دوه زلمیان ووايي چې همجنسپاله دي او غواړي همدا اړیکه وساتي، د خلکو غوسه به وپاروي او داسي کسان به پیدا شي چې غواړي هغوی ووژني."

ډاکټر شا وايي "که څه هم په افغان ټولنه کې د نارینه وو تر منځ همجنس خوښونه په یوه او بله بڼه وه او شته، خو خلک ځانونه همجنس خوښوونکي نه بولي او وروسته ودونه کوي. " د ده په وينا په افغانستان کې د نارينه وو همجنس خوښونه يو نااشنا عمل دی.

دی زياتوي "ما په افغانستان کې د همجنس خوښونې داسې اړیکه نه ده لیدلې، چې دوه نارینه دې خپله مینه په ډاګه اعلان کړي، او ودې غواړي له کومې ښځې سره له جنسي اړيکي پرته له يو بل سره ژوند وکړي."

یو مشهور افغان عالم مفتي شمس الرحمان بي بي سی ته وویل، "د علماوو تر منځ پر دې سلا ده چې د هغو همجنس خوښوونکو لپاره اعدام یوه مناسبه سزا ده چې همجنس خوښونه پرې ثابته شي".

نوموړی وايي "چې پر دوی بايد يو زوړ ديوال راوغورځول شي، او په سخت ډول ووژل شي."

برالا او ویاړمن

نعمت سادات یو له هغو بهر مېشتو افغانانو دی چې د افغانستان د همجنسپالو ملاتړی دی او هغوی د حقونو د خونديتوب په موخه مبارزه کوي.

سادات کابو درې کاله وړاندې په ښکاره وویل چې هغه یو همجنس خوښونکی دی.

هغه د خپلې استوګني له ښار واشنکټن نه بې بې سي ته وویل "زما د کورنۍ هغو غړو او خپلوانو هم راته شا کړه، چې د افغانستان پرتله یې ډېر وخت لوېدیځ کې تېر کړی."

سادات وايي "ډېر لوستي کسان چې د برکلي او هارورډ پوهنتونونو کې یې زده کړې کړې ما ډېر په سختۍ مني" .

Image caption سادات کابو درې کاله وړاندې په ښکاره وویل چې هغه یو همجنس خوښونکی دی.

نعمت سادات په افغانستان کې زېږېدلی، خو له افغانستان نه بهر لوی شوی دی.

نوموړی په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته د ښوونکي په توګه ستون شوی و. کله چې یې د همجنس خوښوونکي خبره افشا شوه د ده په وینا د افغان ادارو د فشار له امله يې د افغانستان په امريکايي پوهنتون کې خپله دنده له لاسه ورکړه او بېرته امریکا ته ستون شو.

خو په همدې موده کې یې کابل کې له ډېرو (ایل جي بي ټي) خلکو سره د هغوي د ژوند په اړه خبري کړي.

دی وايي "داسې ځایونه شته چې همجنس خوښوونکی له يو بله سره ويني، لکه ورزشي کلبونه، پارکونه او مارکیټونه، خو دغه اړیکي تر ډېره دوام نه کوي، بلکې هماغه یوځل لیده کاته وي".

دده په وينا افغانستان کې ډېری خلک له کورنیو سره یو ځای اوسېږي.

خلک خپل ملګري له ځانه سره کورته نشي بېولای، نو اړ دي ځینې ځایونه "کرايه" کړي.

دی وايي "څه چې ما ولیدل دا دي چې په افغانستان کې اوږد مهاله اړیکو ساتل ډېر سخت کار دی. د (ایل جي بي ټي) کسان له شریعت سره په ټکر کې دي، ان د خپل ژوندانه حقوق هم نشي غوښتلی، نو د خپلې خوښې سړي سره واده لرې خبره ده".

Image caption خلک برلین کې په سږني جولای میاشت کې د همجنسخوښوونکو ویاړ په نامه لاريون کې نڅېږي

تر فشار لاندې حقونه

نعمت سادات هیله مند دی چې "ایل جې بې ټي خلک به بلاخره په محافظه کاره مسلمانو ټولنو کې خپل حقونه او ازادۍ ترلاسه کړي".

خو ان په لوېدیځ کې چې سادات په کې ژوند کوي دا حقونه تر فشار لاندې دي او په يو شمېر هېوادونو کې ډېر لږ وخت کېږي چې په رسميت پېژندل شوي دي.

په جرمني کې همجنس خوښونه تر ۱۹۹۴ کال پورې ناقانونه ګنل کېده او دولت اوس چمتووالی کوي چې هغو خلکو ته تاوان ورکړي چې له دې امله سزاه وکړل شوې او تر تعقيب لاندې وو.

یوازې اسلام نه دی چې همجنس خوښونه غیر اخلاقي بولي.

محافظه کاره عیسویان ورته فکر لري، که څه هم د کاتولیکانو مشر (پاپ فرانسېس) سږ کال په لومړي ځل د همجنس خوښوونکو پر وړاندې په توپيري چلند نيوکه وکړه او يې ويل چې کلیسا باید د همجنس خوښوونکو پر وړاندې د تېرو ناسمو کړنو په اړه "بښنه"وغواړي.

له ځانه سره فکرونه او پټ ژوند

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خو په افغانستان کې د اېل جي بي ټي لپاره دا ډول بدلونونه ډېر لرې ښکاري.

۲۴ کلنه شمېلا چې هلک زېږېدلی، وايي "له ماشومتوبه یې د نجونو کارونه خوښېدل له نانځکو او نجونو سره يې لوبي کولې.

خو د یوې بالغې په توګه اوس اړه ده چې خپلې انګېرنې پټې وساتي".

شمېلا وايي "زه ځان یوه خونه کې ایساروم لکه یوه زنداني چې یم، هندارې ته ځان سینګاروم، موسیقي اورم، ټلویزیون ګورم او نڅېزم"

د شمېلا ملګری هم د دې پر پټ هویت ټینګار کوي. شمیلا وايي "ملګری مې ډېره قیدګیره دی له ما غواړي چې د خلکو په منځ کې د نارینه وو په څېر جامې واغوندم."

شمېلا وايي "تر ټولو لویه ارمان مې دا دی چې زه ولې یوه ښځه نه يم زېږېدلې. ډېر مې غوښتل چې ماشومان مې لرلی، یو مهربان خاوند او ښه ژوند مې لرلی"

دغو ټولو کسانو چې له بي بی سي سره خبرې کړې له خپګان، ستونزو او هيلو او نهيلۍ په اړه غږېدل. خو ټول ليوال دي له خپل هويت نه دفاع وکړي.

د همجنس خوښوونکو فعال نعمت سادات هیله من دی، خو وايي بدلون یوازي هغه وخت راتلی شي چې د ایل جې بې ټي حقونو ته د لږکیو د حقونو په څېر وکتل شي.

دی وايي"تر څو چې د اېل، جي، بي، ټي د حقونو ملاتړي اوږه په اوږه ونه درېږي تر هغو به یوه اباده ټولنه ونه ویني نه د ایل جي بي ټي لپاره، نه د ښځو او نه هم د لږکیو لپاره."

اړونده مطالب