ناشناس: ژوندی او روغ جوړ یم

Image caption نوموړی بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته په خندا وويل: "د خدای په فضل جوړ يم، دوستان دې ډاډه وي".

د افغانستان وتلي هنرمند او سندرغاړي استاد صادق فطرت ناشناس بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته په خندا وويل د خدای په فضل جوړ يم، دوستان دې ډاډه وي. نن سهار په ټولنیزو رسنیو کې ګونګوسې خپرې شوې وې چې ګواکې نوموړی مړ شوی دی.

هغه دا هم وویل، د بل هر سهار په څېر نن هم وختي له خوبه پاڅېدلی دی او د بي بي سي خپرونې یې اورېدلې.

* نغمه: د موسیقۍ د معیار کچه ټیټه شوې ده

* نغمه: زما میړه پاکستانی نه دی

صادق فطرت چې د مرګ اوازې خپله هم هیښ کړی و، د دوستانو د خوشالولو لپاره د ټوکې په ډول بي بي سي ته وویل: "هر سهار لومړی د بي بي سي انګلیسي خپرونې اورم، ځکه کله کله خوب هم په انګلیسي کې وینم"

صادق فطرت د افغان موسیقۍ یوه وتلې څېره ده چې په افغانستان او پښتونخوا کې د غږ میلیونونه ډېر مینوال لري.

* بلوچستان کې د پښتني کلتور نړیواله ورځ ولمانځل شوه

نوموړی له کلونو راهیسې په بریتانیا کې اوسي او له څه مودې راهیسې د یو کتاب په لیکلو بوخت دی.

د نوموړی د مړینې د اوازې په خپرېدلو سره په خواله رسنیو کې ډېرو خلکو د هغه انځورونه په خپلو پاڼو خپاره کړي او پر مړینه یې خواشیني ښکاره کړه.

اړونده مطالب

ورته مطالب