افغان او د ناټو لوړ پوړي امنيتي چارواکي هلمند ته تللي

د انځور حقوق HPMO
Image caption د افغانستان د دفاع وزیر ډګر جنرال عبدالله حبیبي، چې د ناټو دغوڅ ماموریت قومندان جنرال جان نېکولسن او د کورنیو چارو امنیتي معین عبدالرحمان رحمان یې ملګرتیا کوله هلمند ته تللي

د افغانستان په سویلي او سویل لوېدیځو ولایتونو کي د وسله والو تازه او وروستیو پراخو بریدونو د افغانستان او په دغه هېواد کي د ناټو جګپوړي پوځي چارواکي هلمند ولایت ته ورسول.

د افغانستان د دفاع وزیر ډګرجنرال عبدالله حبیبي، چې د ناټو دغوڅ ماموریت قومندان جنرال جان نېکولسن او د کورنیو چارو امنیتي معین عبدالرحمان رحمان یې ملګرتیا کوله هلمند ته تللي دي.

د افغانستان د دفاع وزیر ډګرجنرال عبدالله حبیبي په یوې خبری غونډه کي وویل، چې وسله وال طالبان په کندوز، روزګان، فراه او هلمند کې د خلکو په کورونو ننوتلي او له ښځو او ماشومانو د ډال په توګه کار اخلي.

نوموړي وويل "په هلمند کې دښمن زموږ د ولس په منځ کې پټ دی. موږ نشو کولی چې د دښمن د پنځو يا لسو تنو د له منځه وړلو په موخه په خپل اولس بريد وکړو". د ده په وينا "احتياط" جګړه اوږده کړې ده.

ښاغلي حبيبي زياته کړه "دښمن له بېلابېلو لارو کار اخلي، ماينونه خښوي چې ولسي وګړي په کې وژل کېږي، ښوونځي او پلونه نړوي او په بې رحمانه ډول ولسي وګړي په نښه کوي".

د ناټو د غوڅ ماموریت قومندان جنرال جان نېکولسن، چې په دغه سفر کې له افغان امنيتي چارواکو سره ملګری و رسنیو ته وویل، "وسله والو له تېرو دوو میاشتو راهیسي اووه ځله هڅه وکړه ، چې يو شمېر لوي ښارونه ونيسي خو هر ځل له ناکامۍ سره مخ شوي دي."

د انځور حقوق HPMO
Image caption د ښاغلي حبيبي په وينا "وسله وال له ولسي وګړو د سپر په توګه کار اخلي"

د نېکولسن په خبره د وسله والو د بشپړو ځپلو لپاره افغان امنیتي ځواکونه وخت او ملاتړ ته اړتیا لري، چې د ده په وینا په دې چارو بوخت دي.

دغه لوړپوړي امنيتي چارواکي په داسې حال کې هلمند ته تللي چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ته څېرمه او د ناوې سيمه کې په خپلو بريدونو کې زياتوالی رواستلی دی.

تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالۍ د مرکز د نيولو ادعا کړې وه، خو د هلمند والي حيات الله حيات دغه ادعا ناسمه بللې او ويلي وو چې طالبانو د دغې ولسوالۍ د نيولو په موخه ګن بريدونه کړي وو خو د افغان ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول.

هلمند کې چاودنې "د يوې کورنۍ اووه غړي " وژلي

په هلمند کې د جګړو د زياتوالي ترڅنګ په څو نورو جنوبي او شمال لوېديځو ولايتونو کې هم د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښتې رواني دي.

ښاغلي حبيبي په دې اړه وويل "اوس په کندوز کې جګړه روانه ده، په فراه او د اروزګان ولايت په يو شمېر ولسواليو کې دښمن بې رحمانه بريدونه کوي."

ښاغلي حبیبي وویل، چې وسله وال پوځ او ملګري ځواکونه یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د دښمن بریدونه په شاتمبولي او د ده په خبره لاهم د وسله والو په ځپلو بوخت دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب