'' ۷۰ سلنه افغانانې له رواني ستونزو ځوریږي ''

د انځور حقوق THINKSTOCK

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې ۷۰ سلنه ښځې او ۶۰ سلنه نارینه له خپګان او رواني ګډوډیو رنځېږي.

ددغه وزارت چارواکي وایي؛ له دغو ناروغیو سره د مقابلې لپاره یې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د بیړنیو رواني مرستو پروګرامونه عملي کړي دي.

نن د اکتوبر ۱۰ د رواني روغتیا نړیواله ورځ ده. سږکال افغانستان کې دغه ورځ د لومړنیو مرستو تر شعار لاندې ولمانځل شوه.

پر دغې ستونزې د اخته کسانو بنسټیزو اړتیاوو پوره کول، هغوی ته د پاملرنې احساس ورکول او خبرو ته یې غوږ نیول او خواخوږي رواني لومړۍ مرستې دي.

خپګان او رواني ځورېدنه یوه نړیواله ستونزه ده، خو په افغانستان کې د جګړې، کورني تاوتریخوالي، بېوزلۍ، بیکارۍ او پر نشه یي توکو د اعتیاد له امله د دغو ناورغیو کچه لوړه ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي؛ د نړۍ ۲۵ سلنه وګړي یعنې له هرو څلورو کسانو یوه کس، په خپل ټول عمر کې لږ ترلږه یو ځل له رواني ګډوډ حالت سره مخامخ کېږي.

د انځور حقوق PA
Image caption پر خپګان او رواني اختلالاتو د اخته کسانو درملنې لپاره روغتیایي اسانتیاوې ډېرې کمې یا هم په نشت حساب دي

ددغه وزارت مرستیال احمد جان نعیم کابل کې د رواني روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، 'د روغتیا نړیوال سازمان د موندنو له مخې له ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۰۴ کال پورې د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي په رواني ناروغیو اخته و.'

ښاغلي نعیم وویل، ددې لپاره چې پر رواني ناروغیو د اخته کسانو کره شمېره ترلاسه شي، د عامې روغتیا وزارت په ۲۰۱۶ کال کې یوه بله سروې پیل کړې ده چې پایلې یې ښایي په ۲۰۱۷ کال کې اعلان شي.

هغه زیاته کړه، په تېرو دوو کلونو کې چې د عامې روغتیا وزارت د رواني ناروغیو درملنې لپاره د مرستې کوم پروګرامونه ترسره کړي، په هغې کې یوازې په ختیځ ولایت کونړ کې د ۲۱۰۰ کسانو چې ښځې او نارینه پکې شامل دي درملنه وشوه.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي؛ دا مرستې اشخاص او ټولنو ته وړتیا وربخښي چې په بیړنیو حالاتو کې خپل خپګان او وضعیت کنټرول کړي.

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي؛ دا مرستې اشخاص او ټولنو ته وړتیا وربخښي چې په بیړنیو حالاتو کې خپل خپګان او وضعیت کنټرول کړي.

خو افغانستان کې پر خپګان او رواني اختلالاتو د اخته کسانو درملنې لپاره روغتیایي اسانتیاوې لږ یا هم په نشت حساب دي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي محمد تمیم او بنیامین وایي؛ افغانستان کې ډېر خلک له رواني ستونزو کړېږي، خو ددغو کسانو د درملنې لپاره روغتیایي کلینکونه نشته.

محمد تمیم وایي؛ "هره ورځ په ښار کې وینم ډېر کسان چې پر لاره روان وي له ځان سره خبرې کوي، ځینې غیرارادي حرکتونه کوي، بېځایه لاسونه خوځوي، دا ښکاره خبره ده چې رواني ستونزې لري."

بلخوا د اروپایي ټولنې د ټولنیزې پراختیا او اقتصادی برخې رییس ګابریل لیونټ وایي؛ دوی په افغانستان کې د خپل حضور راهیسې د رواني روغتیا په برخه کې مرستې کړې دي او لا به هم ورته دوام ورکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب