د کندوز جګړې شپږمه ورځ؛ دولتي ځواکونو درې سیمې له طالبانو بېرته نیولي

د انځور حقوق AFP
Image caption د کندوز ښار یو شمېر کسان وتوانېدل له خپلو کورونو وتښتي، خو ډېر یې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د درنې جګړې له امله نه دي بریالي شوي ځانونه وباسي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي؛ د طالبانو له شتون نه د شمالي ښار کندوز پاکولو په لړ کې لږ ترلږه درې سیمې له دغې ډلې بېرته نیولې شوې دي.

ښاغلي صدیقي د شنبې په ورځ (میزان/تلې ۱۷مه) بي بي سي ته وویل؛ طالب اورپکي تېره شپه له درېیو سیمو د سینمای ناشر له څلورلارې، خان اباد درې لارې او خواجه مشهد نه ویستل شوي دي.

هغه زیاته کړه؛ په تېرو څو ساعتونو کې ددې ډلې څو قومندانان هم وژل شوي دي. هغه د ملا عبدالله غازي نوم واخیست چې له خپلو ۱۲ کسانو سره په کندوز کې وژل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل، اوسمهال د دولتي ځواکونو لومړیتوب دا دی چې طالبان له ښاري سیمو وباسي، خو په کورونو کې د مخالفو جنګیالیو سنګر نیونې پوځي عملیات سخت کړي دي.

د کندوز یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، په تېرو شپږو ورځو کې په تکرار سره سیمې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوي دي.

ددغې سرچینې په وینا، دولتي ځواکونو د نواباد خواجه مشهد تېره ورځ د طالبانو له کنټروله بهر کړ، خو څو ساعته وروسته بېرته پرې اورپکو ولکه ټینګه کړه. هغه زیاته کړه، دولتي ځواکونو تېره ورځ د ګاز فروشۍ او ازادۍ سړک هم نیولی و، خو تر مازدیګر بېرته پرې طالبان واکمن شول.

Image caption چارواکي وایي؛ د خلکو په کورونو کې د طالبانو سنګر نیول لامل شوي چې عملیات ورو مخته لاړ شي

دغه کس چې کندوز ښار کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي وویل؛ طالبانو تېره شپه د ښار په شمال کې د بالا حصار سیمې نیولو لپاره شدید بریدونه وکړل، خو ددغې ستراتیژیکې سیمې پر نیولو بریالي نه شول.

کندوز کې دویمه لویه پوځي اډه په دغه سیمه کې ده چې هم پوځ، هم پولیس او هم د ملي امنیت سرتېري پکې مېشت دي.

کومو سرچینو چې بي بي سي سره خبرې کړي وايي؛ د طالبانو لخوا د خلکو کورونو کارولو، په کندوز ښار کې د جګړې وضعیت پېچلی کړی او له همدې امله جګړه شپږمې ورځې ته غځېدلې ده.

شپږ ورځې وړاندې، کله چې د ملي یووالي حکومت مشران په بروکسل ښار کې افغانستان سره د مرستې په جوړېدونکي کنفرانس کې د ګډون لپاره چمتو کېدل، طالبانو د کندوز پر ستراتیژیک ښار یرغلیز بریدونه پیل کړل.

طالبانو په دې برید کې له څو خواوو پر کندوز ښار ورغلل او د دولتي سرچینو په وینا؛ هغوی د خلکو له کورونو د سنګر په توګه ګټه واخیسته ترڅو په ښار کې د خپل حضور موده ډېره کړي.

دولتي چارواکو ویلي؛ د ولسي تلفاتو د مخنیوي په موخه پوځي عملیات په دقیق ډول خو پڅ مخته وړي، خو طالبان له دې وضعیت نه ناوړه ګټه پورته کوي او په کورونو کې خپلې مورچلې لا پسې ټینګوي.

د انځور حقوق AP
Image caption دولتي ځواکونو څو سیمې په تېرو څو ورځو کې بېرته ونیولې، خو ځینې سرچینې وایي چې دا سیمې بېرته مخالفینو ونیولې

د کندوز ښار اوسېدونکي چې له څو اړخونو د طالبانو د برید له امله ګېر پاتې و، په کورونو کې ددې ډلې د وسله والو له ننوتو سره یې هغوی له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړل.

ویل کېږي چې په دې جګړو کې یو شمېر ولسي وګړي وژل شوي، خو تراوسه هغو سیمو ته د نه لاسرسي له امله چې جګړه پکې روانه ده، هېڅ تایید شوې شمېرې په واک کې نشته.

یو شمېر کسان وتوانېدل له خپلو کورونو وتښتي، خو ډېر یې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د درنې جګړې له امله اړ شول خپلو کورونو کې پاتې شي.

طالبانو یو کال وړاندې هم د تلې په شپږمه د کندوز پر ښار یرغل وروړ، خو تر درېیو ورځو ډېر په دغه ښار کې پاتې نشول او شاته تګ ته اړ شول.

تېر کال ددغې ډلې وسله والو د دولتي مرکزونو په نیولو سره ډېره وسله او وسایل ترلاسه کړل چې د کندوز په نورو جګړو او ان د ګاونډیو ولایتونو په جګړو کې یې ترې کار واخیست.

اړونده مطالب

ورته مطالب