سیمه ییزې سرچینې: پر لښکرګاه د طالبانو برید پر شا تمبول شوی

Image caption تېرو ورځو کې لښکرګاه کې خونړۍ جګړې شوې دي

وسله والو طالبانو د هلمند پر مرکزي ښار لشکر ګاه برید کړی دی.

د لشکر ګاه اوسېدونکو شمېر ۲۰۰ زره کسانو ته رسېږي.

ویل کېږي چې د دغه ښار ځینې برخې د وسله والو ولکې ته ورغلې دي.

د وسله والو دغه برید تر پخوانیو بریدونو ډېر همغږی بلل شوی دی.

د دوشنبې په ورځ لشکرګاه کې د یوه ځانمرګي برید پایله کې لږ تر ۱۴ کسان ووژل شوو، چې ۱۰ پولیس هم په کې شامل دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې وسله والو طالبانو بولان نومي سیمه نیولې، چې د ښار مرکز ته نژدې پرته سیمه ده او دغه راز یې ناوه په خپل کنترول کې راوستې، چې لشکرګاه ته د ننوتو دروازه بلل کېږي.

یوه ځايي سیاستوال بي بي سره خبرو کې ویلي، چې وسله وال طالبان د ولایت مقام دوه کیلومترۍ ته رسېدلي دي.

خو د هلمند والي ویاند دغه ادعاوې رد کړې، چې د ښار مرکز ته نژدې سیمې طالبانو نیولې دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د دوشنبې په ورځ لشکرګاه کې د یوه ځانمرګي برید پایله کې لږ تر ۱۴ کسان ووژل شوو

چارواکي وايي وسله وال له ښاره بهر ته په شا تمبول شوي دي.

د اګست له پيل وروسته چې طالبانو فعالیتونه ډېر کړل د دغه ولایت له بېلو برخو نه زرګونه خلکو کډه وکړه، چې یو شمېر یې مرکز لشکرګاه کې اوسي.

بل لور ته د جګړې له دوام سره هممهاله چارواکو ځايي هوايي ډګر تړلی دی.

د سویلي اسیا لپاره د بي بي سي خبریاله جیل میکګایویرنګ، وايي که لشکرګاه د وسله والو طالبانو کنترول ته ځي دا به د افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالې ټولنې لپاره د یوه ' سمبولیک ناورین ' په معانا وي.

'' له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې لشکرګاه کې بهرنیان مېشت وو او د حکومت لپاره د یوه خوندي ځای په توګه و. دغه راز د نړیوالې پرمختیا او په جګړه کې د ذهنونو او زړونو ګټلو لپاره د یوې وسیلې په حیث ورته کتل کېدل.

د پروپاګند یوې وسیلې په توګه هم حکومت او پلویان یې د لشکرګاه له لاسه ورکولو توان نه لري. ''

له دې مخکې د افغانستان په سوېل هلمند ولایت کې سیمه ییزو سرچینو بي بي سي ته وویل، طالبان بریالي شول چې د لښکرګاه ښار دویمې حوزې ته ننوزي، خو د کومانډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې په شا وتمبول شول.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د هلمند استازي عبدالحی اخندزاده هم دغې سیمې ته د طالب وسله والو ورننوتل تایید کړل.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، طالبان د لښګرکاه ښار دویمې حوزې ته ننوتل، یو ځانمرګی برید یې وکړ چې ۱۴ کسان پکې مړه او ژوبل شول.

د انځور حقوق EPA
Image caption چارواکي وايي وسله وال له ښاره بهر ته په شا تمبول شوي دي

هغه وویل، د برید په قربانیانو کې ولسي وګړي هم شته.

د هلمند ولایت امنیتي سلاکار توریالي همت بي بي سي ته وویل؛ طالبان د ښار دویمې حوزې مختار سیمې ته ننوتي و چې د افغانستان کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې په شا وتمبول شول.

هلمند کې د ملکي روغتون سرچینې وايي؛ تراوسه د هلمند ایمرجنسي روغتون ته ۳۰ ټپیان وروړل شوي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي مولوي حنفي بي بي سي ته وویل؛ طالب وسله وال پر درېیو پوځي هاموې موټرو او دوو رېنجرو سپاره د مختار سیمې ته ننوتل.

هغه زیاته کړه؛ هغوی له یوه موټر نه په ګټه اخستو ځانمرګی برید وکړ او وروسته له امنیتي ځواکونو سره په جګړه شول.

هلمند کې یوه سیمه ییز خبریال عبدالعزیز صفدري هم د ټولنیزې شبکې فسبوک له لارې د هلمند وضعیت په اړه په ژوندۍ بڼه ویډیو شریکه کړې چې ښيي د افغانستان ملي امنیت ځانګړي ځواکونه د لښکرګاه ښار دویمه حوزه یې په کنټرول کې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب