"د وروستيو ناامنيو لوی لامل پر پوځي دندو د غير مسلکي کسانو ګومارل دي"

د انځور حقوق arg
Image caption د ښاغلي غني په وينا "په تېرو دوه کلونو کې په هلمند، اروزګان ، کندوز او نورو سیمو کې نا امنۍ د سرتیرو د کمزورۍ له امله نه بلکې علت یې دا دی چې نامسلکي کسان پر پوځي دندو ګومارل شوي دي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل په "هېواد کې د وروستیو نا امنیو لوی لامل پر پوځي دندو د نامسلکه کسانو ګومارل دي."

د ښاغلي غني په وينا "په تېرو دوه کلونو کې په هلمند، اروزګان، کندوز او نورو سیمو کې نا امنۍ د سرتېرو د کمزورۍ له امله نه بلکې علت یې دا دی چې نامسلکي کسان پر پوځي دندو ګومارل شوي دي."

نوموړي په دې ټینګار وکړ چې د هغو کړیو پر وړاندې به ټینګ ودرېږي چې په حکومت کې د سمونونو پر وړاندې خنډ جوړوي.

له څه مودې راهيسې په کندوز او هلمند ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښتو کې زياتوالی راغلی دی او ويل کېږي چې طالبانو د دغو ولایتونو په يو شمېر سيمو ولکه ټينګه کړې ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلی غني له ا فغانستان سره د نړیوالو د پراخو مرستو ژمنې د افغان حکومت لویه لاسته راوړنه بولې

ښاغلی غنی له ا فغانستان سره د نړیوالو د پراخو مرستو ژمنې، د افغان حکومت لویه لاسته راوړنه بولې او ټینګار کوي چې د ده په وینا د افغانستان "دښمنانو" د افغان دولت دغه وروستي بریالیتوبونه و نه زغمل او د نا امنیو په پراخولو سره یې هڅه وکړه چې د "وارسا او بروکسل" غونډې تر اغېز لاندې راولي.

د نوموړي په وينا "د سيمې له ځينو نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو زياتېدل او د هند د يو میليارد ډالرو د مرستي اعلان يو بل عامل و چې د افغانستان د استقلال او ترقۍ دښمنان يې نارامه کړل."

د انځور حقوق Getty
Image caption افغان ولسمشر وویل هغو طالبانو سره خبرو ته چمتو دی چې واک یې د پرديو په لاس کې نه دی.

افغان ولسمشر دغه راز زیاته کړه له هغو طالبانو سره خبرو ته چمتو دی چې واک یې "د پرديو په لاس کې نه دی."

پر افغان حکومت تر ټولو لویه نیوکه داده چې کړې ژمنې یې نه دي عملي کړي، او د اداري سمونونو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه نه لري.

دا چې څوک په حکومتي ادارو کې د سمونونو مخه نیسي ښاغلي غني په دې اړه څه و نه ویل، خو څه موده وړاندې اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله له ولسمشر اشرف غني سره له جدي اختلافاتو پرده پورته کړه.

اړونده مطالب

ورته مطالب