د کندهار امنیت په کومه بیه؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې چارواکي وايي، دغلته د ټیکاو راز د وسله والو ډلو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو پرېکند دریځ دی.

د دغه ولایت امنیتي چارواکو بي بي سي ته ویلي، هغه پولیس نیول شوي چې له تورنو کسانو سره یې نا انساني چلند کړی و.

کندهار چې په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو د څرګندېدلو سیمه ده له کلونو ناکراریو وروسته اوس تر ډېره ارامه ده.

د کندهار ښار د پلټنې په يوه دروازه کې ښځینه پوليسې په یوه سره غرمه په دودیزو جامو کې پلټنو او څار ته ولاړې دي، هغه څه چې پخوا یې اټکل نه کېده.

خو که پخوا ډېر ځله ډله ییزو او ځانمرګو بریدونو په ښار کې ګرځېدل ګران کړي و، اوس هم امنیتي دېوالونو او اغزنو تارونو د وېرې او نا امنۍ پخوانی انځور پرځای پراېښی دی.

مګر د دې سیمې اوسېدونکو ته دا هم لویه خبره ده چې هټۍ پرانستې او کاروبار روان دی.

Image caption د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې چارواکي وايي، دغلته د ټیکاو راز د وسله والو ډلو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو پرېکند دریځ دی.

د سړک پر سر د لاس ګاډي یو څښتن ذاکرالله همدغه خبره کوی: "چې دوکانونه پرانستي، نو بازار خلاص دی. همدا امنیت دی هغه وخت به موږ له بدامنۍ یادونه کوو چې دوکانونه مو بند وي"

خو داسې هم شته چې فکر کوي زور او زورواکي واکمنه ده او امنیت د هغو لپاره دی چې لاس یې بر وي.

یو بل هټيوال عبیدالله وايي "دا سمه ده چې ګرځېدل راګرځېدل ازاد دي خو مشکل دا دی چې کمزوري خلک تر پښو لاندې دي زورورو چې هرڅه وکړل، کوي یې" زه د ښار په ډېرو برخو کې وګرځېدم، چې وګورم څه روان دي؟ ښار ګام پر ګام پولیسو ګنډلی، پلټونکې ډلګۍ ولاړې دي او هغه خبره ننګول کېږي چې ځايي چارواکو راته ویل "ولسي باور مو خپل کړی" که ولسي باور وي ولې زغرګاډي او دومره ډېر پولیس ځای پرځای دي چې د ښار بڼې ته پوځي رنګ ورکوي.

د ښار د نهمې حوزې د پولیسو مشر سمونوال مشعل مې وپوښته، چې د کندهار د امنیت راز په څه کې دی: "له وسله والو طالبانو سره د پولیسو چلند پرېکنده دی، کله چې طالبان

پر پولیسو ډزې کوي نو باید سم ځواب ورکړل شي او موږ کندهار کې دا په عمل کې ثابته کړې".

خو له وسله والو طالبانو او نورو تورنو کسانو سره د پولیسو د نا انساني چلند پېښې هم شوې دي.

درې کاله وړاندې په پنجوايي ولسوالۍ کې پولیسو رنجر موټر پسې یو ژوندی انسان تړلی او راکاږه یې.

Image caption د کندهار هوايي ډګر

د دې ولایت د امنیت امر رحمت الله اطرافي وايي، د هغې پېښې اړوند کسان نیول شوي "دوه پولیس سرتېري په دې تور بندیان شوي، دا د درې کالو مخکې کیسه وه، په ذهن کې مې نشته چې څه ډول پېښه شوې وه ځکه درې کاله مخکې وه"

ښايي د کندهار د ټیکاو په تړاو د خلکو اندونه بېل بېل وي، زه له خپل سیمه ییز همکار مامون دراني سره د شپې تر ناوخته په ښار کې وګرځېدم.

اینو مېنه چې په ډيره ښایسته بڼه جوړه ده د شپې تر نیمايي هم خلک په کې په مېلو او ساعتېریو لیدل کېږي.

د لرې پرتو سیمو انځور به دا ډول نه وي خو دا سیمه د کندهار د سمسمکي انځور درکولی شي.

په کندهار کې دا خبره کېږي چې امنیت د پولیسو د سخت چلند په بیه ټینګ شوی، که هر څه وي لږ کسان به خوابدي هم وي، خو ډېرو نورو ته ظاهرا دا حالت ډاډمنوونکی ښکاري.

اړونده مطالب

ورته مطالب