لندن کې د فلمونو فسټيوال

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د نړۍ د ځینې نورو ښارونو په شان لندن کې هم هر کال د فلمونو فيسټیوال جوړېږي

لندن کې هر کال د بریتانیا فلم انسټېټیوت له لورې د فلمونو فسټيوال جوړېږي. دغه فسټیوال چې نژدې دوه اوونۍ دوام کوي په کې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو او ژبو لسګونه فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.

لندن چې د اروپا مرکز بلل کېږي - د نړۍ له هغو ښارونو دی چې د فلم مینه وال په کې ډېر دي.

ځینې بریتانوي فلمونه او د هالیووډ د ګڼو نورو مشهورو فلمونو صحنې په لندن ښار کې ثبت شوي.

د بریتانیا فلم انسټېټیوت مشرې کلیر سټیورټ بي بي سي پښتو سره خبرو کې وویل، نړیواله سينما کې د لندن رول ډېر مهم دی.

د "سباوون خوبونه"؛ د لندن فلم فسټیوال ترټولو ښه مستند

د افغانستان ورپېژندل شوی فلم د اسکار جایزې له سیالۍ پاتې شوی

د ایشوريا او رنبیر عشقي صحنې او د سانسور بورډ بیاتي

نوموړې وايي "لندن نه یوازې د فلمونو لپاره یو مهم دودیز او کلتوري ښار دی بلکې - په نړۍ کې د فلم ثبتولو یا پروډکشن یو له مهمو مرکزونو هم بلل کېږي. لندن فلم فستیوال ځکه ځانګړی دی چې دا فستیوال په داسې یوه ښار کې جوړېږي چې پرله پسې دلته د هالیووډ او نړیوالې سېنما د فلمونو صحنې ثبتېږي."

نوموړې زياتوي "زموږ لپاره دا د ویاړ خبره ده چې د دغې فستیوال له لارې موږ مشهور ډایرېکټران او فلمي لوبغاړي راجلبوو او له مینه والو سره یې یو ځای کوو"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لندن کې هر کال د بریتانیا فلم انسټېټیوت له لورې د فلمونو فسټيوال جوړېږي چې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو او ژبو لسګونه فلمونه نندارې ته په کې وړاندې کېږي.

د لندن فلم فسټیوال لنډه تاریخچه:

سږ کال ۶۰م وار دی چې لندن کې د فلمونو فسټیوال جوړېږي.

په لومړي ځل په ۱۹۵۶م کال کې د بریتانیا فلم انسټېټیوت د فلمونو فسټیوال جوړ کړی و.

هغه کال په کې یوازې ۷ فلمونه نندارې ته وړاندې شوي وو، خو د وخت په تېرېدو هر کال د فلمونو شمېر هم زیات شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا پله د لندن فلم فسټیوال د پیل په شپه "یونایټېد کېنګډم" فلم نندارې ته وړاندې شو. د فلم ژانر رومانتیکه ډرامه ده - کیسه یې رېښتونې ده او ۱۹۴۰مو کلونو کې د یوې جوړې د مینې انځور وړاندې کوي.

دا ځل د کوچنیو او مستندو فلمونو په ګډون د بېلا بېل ژانر نژدې ۳۵۰ فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.

دا یوازې د بریتانوۍ سينما او هالیووډ فلمونه نه دي، بلکې له ۷۴ هېوادونو او د ګڼو ژبو فلمونه په کې ټاکل شوي دي.

دا پله د لندن فلم فسټیوال د پیل په شپه "یونایټېد کېنګډم" فلم نندارې ته وړاندې شو. د فلم ژانر رومانتیکه ډرامه ده - کیسه یې رېښتونې ده او ۱۹۴۰مو کلونو کې د یوې جوړې د مینې انځور وړاندې کوي.

د یوه افریقايي تورپوستي سړي سرېتسي کاما او انګریزې سپین پوستې نجلۍ روت وېلیمز د مینې کیسه ده چې ګڼ غبرګونونه یې راوپارول.

دغه بریتانوی فلم تورپوستې ډایرېکټرې اما اسانتې جوړ کړی. د نجلۍ رول مشهورې ستورې روزامونډ پایک او د هلک رول بیا د هالیووډ تکړه تورپوستي لوبغاړي ډېوېډ اویولویو لوبولی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دغو فلمونو کې پر کډوالو د دوو فلمونو تر څنګ د بالیووډ مرزیا فلم هم شته.

روزامونډ پایک بي بي سي پښتو ته وویل سينما کې د بېلا بېلو توکمونو کیسې او فلمي لوبغاړي په ټولنه کې تنوع ته وده ورکوي.

نوموړی وايي "حالات ډېر بدل شوي - د توکمونو تر منځ مینې او اړیکو ته غبرګون هومره جدي او سخت نه دی. زما په نظر رېښتوني مینه په هره بڼه او د هر چا تر منځ چې وي د درناوي وړ ده او باید ومنل شي."

نوموړی زياتوي "فکر کوم د بل رنګ او بل توکم له یو چا سره مینه کول تل غبرګونونه راپاروي، او د روت او سېرېتسي کاما د مینې کیسې پولې ماتې کړې، او نېلسن منډېلا به هم ویل چې د دغې جوړې د مینې کیسه ده ته الهام ورکوي او هڅوي یې"

د لندن سږنی فلم فسټیوال به د اکټوبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې دوام وکړي. سږ په دغه فسټیوال کې نژدې ۳۵۰ فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي. په دغو فلمونو کې پر کډوالو د دوو فلمونو تر څنګ د بالیووډ مرزیا فلم هم شته.

ورته مطالب