امریکایي سندرغاړي او ترانه لیکوونکي باب ډېلن ویلي د ادبیاتو نوبل جایزه مني

د انځور حقوق Reuters
Image caption تردې وړاندې ترډېره د نوبل جایزه شاعرانو او د ناول لیکوالانو ته ورکړل شوې، خو دا ځل ترانه جوړوونکي ته ددې جایزې ځانګړې کېدو فرهنګیان حیران کړي.

وتلي امریکایي سندرغاړي او ترانه لیکونکي باب ډېلن تر دوه اونۍ چوپتیا وروسته ویلي چې د ادبیاتو نوبل جایزه مني او د ترلاسه کولو لپاره یې پخپله اروپا ته سفر کوي.

هغه د جمعې په ورځ وویل، ده ته د ادبیاتو نوبل جایزې ځانګړې کېدو هک پک کړی دی.

ښاغلی ډېلن د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۳ مه ددغې جایزې کټونکی اعلان شو چې دې کار په نړیواله کچه فرهنګیان او ادبي کړۍ حیرانې کړې، ځکه چې نوموړی په حقیقت کې ادیب نه بلکه ترانه لیکونکی دی. تردې وړاندې ترډېره د نوبل جایزه شاعرانو او د ناول لیکوالانو ته ورکړل شوې.

سره له دې چې د نوبل جایزې ورکوونکې سوېډني موسسې تراوسه نه دي ویلي چې ایا باب ډېلن به په ډسمبر میاشت کې د جایزې ترلاسه کولو لپاره پخپله ورشي کنه، خو یوې بریتانیایۍ ورځپاڼې ددغه امریکايي هنرمند له خولې لیکلي؛ "که امکان ولري" د جایزې ترلاسه کولو لپاره به خپله ناروې ته لاړ شي.

د نړۍ مهمې ادبي جایزې ګټلو په تړاو د باب ډېلن له غبرګون څخه بې خبرۍ په تېرو څو ورځو بېلابېل ګومانونه رامنځته کړي وو.

له دې وړاندې، وړمه ورځ (پنجشنبې) نوموتي پیرویي لیکوال ماریو وارګاس یوسا د المان له خبري اژانس سره خبرو کې باب ډېلن ته د ادبیاتو نوبل جایزې پر ورکول کېدو نیوکه وکړه.

هغه وویل؛ "شک نشته چې باب ډېلن یو پیاوړی سندرغاړی او ترانه لیکونکی دی، خو مهم لیکوال نه ګڼل کېږي."

وارګاس یوسا چې المان ته په سفر دی، برلین کې وه چې باب ډېلن ته د نوبل جایزې ځانګړې کېدو په تړاو یې غبرګون وښود. هغه ګېله وکړه چې ادبیات د "تفرېح او بوختیاوو له نړۍ" سره تړل شوی دی.

هغه زیاته کړه، وتلي ترانه لیکونکي ته د ادبي جایزې ورکړه، "زموږ زمانه کې د فرهنګ سطحي کېدل" ښيي.

سوېډن کې د نوبل اکاډمۍ دوه اونۍ وړاندې له باب ډېلن نه د "نوي شاعرانه وینا" له امله ستاینه وکړه او هغه یې په ۲۰۱۶ کال کې د ادبیاتو نوبل جایزې ګټونکی اعلان کړ.