فن خا ته 'ورته' سړي پنځه زره یورو جایزه واخیسته

د انځور حقوق AP / DOUGLAS COUPLAND
Image caption ۳۵ کلن بیکر ته پنځه زره یورو جایزه ورکړل شوې او ترڅنګ یې د فن خا په اندازه یوه مجسمه د کاناډا په تاکساني کې نندارې ته وړاندې شوې ده.

د انګلستان سوېل په یوه لیرې سیمه کې یوه هنرمند ته له دې کبله د مشهور هالنډي نقاش ونسان فن خا جایزه ورکړله شوه، چې څېره یې هغه ته ډېره ورته ده.

دانیل بیکر را داګلاس کوپلنډ یو کاناډایی هنرمند او لیکوال دی، چې د ۳۷ هېوادونو د ۱۲۵۰ کسانو په منځ کې غوره شوی دی.

په هرات کې د تیموریانو د عصر نقاشي، تذهیب او خطاطي

۳۵ کلن بیکر ته پنځه زره یورو جایزه ورکړل شوې او ترڅنګ یې د وان ګوګ په اندازه یوه مجسمه د کاناډا په تاکساني کې نندارې ته وړاندې شوې ده.

د وان ګوګ د ژوند عجیبه کیسه د ګڼو هنرمندانو د هنر په مسلک کې انځور شوې ده. په پام کې ده چې د ښاغلي بیکر د برونزو مجسمه د ۲۰۱۷ کال اپریل میاشت کې نندارې ته وړاندې شي.

د انځور حقوق I AM VINCENT
Image caption "زه ونسان یم" سیالي د کوپلنډ د تصور پنځونه ده چې پربنسټ یې" X نسل" ناول ولیکل شو.

"زه ونسان یم" سیالي د کوپلنډ د تصور پنځونه ده چې پربنسټ یې" X نسل" ناول ولیکل شو.

د فن خا پر ژوند ګڼ فلمونه جوړ شوي چې په مهمو کې یې داګلاس د وان ګوګ په رول کې لوبېدلی دی.

دغه هالنډی نقاش په ۱۸۵۳ کال دې نړۍ ته راغلی، چې له رواني ناروغیو کړېدلی چې همدا رنځ یې پخپلو هنري اثارو او نقاشیو کې په ډاګه کړی دی.

"غواړم د نقاشۍ له لارې د فراه لرغونې سیمې نړیوالو ته وروپېژنم"

د ۱۸۹۰ کال د جولای پر ۲۷مه، ونسان وان ګوګ د فرانسې په شمال "اور سور واز" کلیواله سیمه کې د غنمو کروندو کې پر خپلې سینې مرمۍ وویشتلې او ځان یې له رنځه خلاص کړ.

له ځانوژنې اتلس میاشتې وړاندې، نوموړي د سلمانۍ په چړې خپل کیڼ غوږ غوڅ کړی و.

د انځور حقوق Image copyrightVAN GOGH MUSEUM/BBC
Image caption د ۱۸۹۰ کال کال د جولای پر ۲۷مه، ونسان فن خا د فرانسې په شمال "اور سور واز" کلیواله سیمه کې د غنمو کروندو کې پر خپلې سینې مرمۍ وویشتلې او ځان یې له رنځه خلاص کړ.

اړونده مطالب