آریانا: منفي خبرې پر ما اغېز کوي، خو پر کار مې نه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
اريانا سعيد له خلکو غواړي چې د هنرمندانو شخصي ژوند په اړه د خبرې کولو حق ځان ته ورنکړي.

پر خواله رسنيو ګڼو افغان هنرمندانو او پېژندل شويو څېرو ته منفي خبرې کېږي او ځینې ښکنځل کېږي هم، په تېره بیا ښځې.

د افغانستان وتلې سندرغاړې اريانا سعيد په دې باور ده، چې دغه حالت يو څه بدل شوى خو لا هم ځينې خلک شته چې له بدو خبرو لاس نه اخلي.

Image caption آریانا سعید په وروستۍ یوې لسیزې کې شهرت ته ورسېده.

آغلې سعید د بي بي سي د "سل ښځې " لړۍ په مناسبت مرکه کې وویل چې خواله رسنیو کې د دې په اړه منفي خبرې، د یوه انسان په توګه هرو مرو پر دې اغېز کوي خو هڅه کوي پر کار یې اغېز ونه کړي.

د آریانا سعید په آند ښځې د خپل ښځیتوب لپاره د نرانو پر تله، تر ډېرو بریدونو راځي.

Image caption آریانا برتانیا کې ژوند کوي او کابل ته کله نا کله ځي.

آریانا سعید چې بریتانیا کې ژوند کوي، له نژدې یوې لسیزې راپدېخوا سندرې بولي. سعید وروسته له دې چې طالبان له واکه ګوښه شول یوه له لومړنیو سندرغاړو وه چې کابل کې د زرګونو مینه وال پر وړاندې د ستېج پر سر څرګنده شوه.

آریاناسعید چې پخپله هم د پېژندل شوو پخوانیو سندرغاړو سندرې وايي، په دې آند ده چې د ټولنې مطرح کسان چې په الګو بدلېږي باید د خلکو له غوښتنو سره ځان عیار کړي، خو له خلکو غواړي چې د هنرمندانو شخصي چارو کې ځان ته حق ورنکړي.

نغمه وايي ښځينه سندر غاړې لوى زړۀ غواړي

ویډیو فکرلارې- افغان ټولنه کې د موسيقي او سندرغاړيو ننگونې

د عکسونو البوم د هلمند د نوي کال سندریزه مېله

آریانا سعید د ښځو د حقونو په برخه کې هم فعالیت کوي.

مېرمن سعید هغه مهال ډېر شهرت ته ورسېده چې د افغانستان د یوه شخصي تلویزیون افغان ستوري په نوم د سندرو د سیالۍ خپرونه کې د غوراوي د میز ترشا کښېناسته.

Image caption آریانا سعید د افغان ستوري د سندرې ویلو سیالیو کې د غوراوي دلګۍ غړې هم ده.

اړونده مطالب