د نیکه همځولی لمسی

د انځور حقوق .
Image caption نیکه تاریخي ناول دی او د میرویس نیکه پر هڅو را څرخي.

نیکه د لیکوال نصیر احمد احمدي ناول دی. د میرویس نیکه پر هڅو یې کښلی او د تاریخ له مخې یې د هغه ژوند پېښې داستاني کړې دي، دغسې اثر ته تاریخي ناول وايي.

که تاریخ لیکونکي یوه خبره د خپلې لیکنې په پیل کې راوړي، ښاغل احمدي یې د ناول د یوې برخې په پای کې راوړې.

که تاریخ لیکوال د میرویس په لاس له بلوڅانو د ګرګین د شلو عسکرو د خوشي کولو خبره کوي، نو لیکي به: میرویس د ګرګین د باور خپلولو لپاره بلوچستان ته لاړ، له ډېرو ستړو وروسته بلوڅ شهسوار ته ورسېد، په ډوډۍ یې لاس (نوا) ونیو، ځکه شهسوار عسکر ور وسپارل، خو ناول لیکوال دغه برخه داسې پیلوي چې له میرویس لار ورکه وي، د اسمان له ستورو لار سموي، وروسته یو ځای ته رسېږي، بلوڅان یې لاسونه تړي، دغه بلوڅان بل ځای ته ځي، چې را شي، د دوی لاسونه خلاصوي، شهسوار ته یې ورولي، کله چې ډوډۍ خوري، لاس ونیسی، شهسوار یې پوښتي، دوی د شلو عسکرو خبره کوي، نوموړی یې خبره مني او کسان خوشي کوي.

په دا ډول لیکلو سره لیکوال کیسې ته کشش ور کوي، لوستونکی له ځان سره بیايي. دا کشش له یوې برخې بلې ته لېږدیږي.

* 'طالب جان' ناول ته کتنه

* جوُ جوُ ، یوه معاصره هنداره

* د نصیر احمد احمدي نوی ناول اغزن سیم، یو څو خبرې

لیکوال په دغه ناول کې موضوع نه تپي، بلکې له خپل وخت سره مناسبه یې راوړي چې لوستونکي ته په لیکنه کې پردۍ ښکاره نه شي. لکه د میرویس نیکه د شخصیت په هکله معلومات په ۲۶ مخ کې راوړي، هلته هم د نیکه له ملګري اهنګر د زندان مشر علي رضا پوښتنه کوي:

ـ دا میرویس څوک دی؟

ـ صیب میرویس خان د هوتکو قومي مشر او لوی سوداګر دی، له کندهاره هندوستان ته پشم، وچې مېوې او ځینې ګرانبیه بوټي وړي او له هغه ځایه ورېښم، میسي لوښي، زېورات ... او نور د کار وړ شیان راوړي، میرویس خان په خبره، پوه سړی دی، په ډېرو قومونو یې ناز چلېږي.

ناول پر میرویس نیکه راڅرخي، نوموړی چې په تاریخ کې هوښیار او مدبر کس بلل شوی، په ناول کې یې هم د تدبیر، هوش او مقام سره مناسب چلند او مکالمې راوړل شوې، کله چې له اصفهان راشي، ورور یې یحیاخان ورته وايي، خلک وايي نور باید د ګرګین په ضد پورته شو. دی د یو مېږي او غومبسې بېلګه راوړي، چې مېږی یې له ځای خوځولی نه شي، خو کله چې میرویس خان د غومبسې لور ته نور مېږي پو کړي، نو په ګډه غومبسه وخوځوي.

له دې بېلګې د میرویس نیکه مطلب دا وي، چې اوس موږ کمزوري یو، باید ټول قومونه سره یو موټی کړو.

پر کمو خبرو ډېر مطلب رسول

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption نصیر احمد احمدي د جوجو ناول مخکتنه کې پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال

لږ کلیمې ډېرې خبرې د روسي لیکوال انتون چیخوف شعار و، دا ډول هنر ته په ادب کې ایجاز وايي، په نیکه کې هم

لېکوال زیاتې خبرې نه کوي او له ځینې جملو لوستونکی پر موضوع ور ګډوي چې پخپله فکر وکړي او بیا وپوهېږي چې څه وشول.

میرویس خان چې اول ځل له ګرګین سره ګوري، لیکوال داسې مکالمه راوړي.

ګرګین وویل ـ مېلمه ته یو څه راوړئ؟

یو کس راغی پر مېز یې پتنوس کېښود، شیبه وروسته یې میرویس خان ته یوه پیاله ونیوله، میرویس خان پزه کش کړه، له پیالې د تور چای بوی ته.

دلته لیکوال دا نه لیکي چې میرویس وېرېده هسې نه شراب یې ورته راوړي وي، بلکې په دې عمل سره چې پزه یې کش کړه، موږ ته د هغه وېره ښيي.

دا ډول کله چې میرویس له ګرګین سره بندي وي، یوه ورځ یې ورور ورته راشي.

لیکوال لیکي: دوی اوږدې خبرې وکړې، یحیا خان خپل ورور ته یوه کڅوړه ور کړه او په ډکو سترګو له زندان ووت.

چې میرویس اصفهان کې بندي وي، حسن قلي ته - چې پر ده ګومارل شوی- غواړي څه ور کړي- نو لیکوال روښانوي: میرویس خان پټکی لرې کړ، له خولۍ یې د کندهارپه زندان کې د خپل ورور یحیان خان له خوا ور کړل شوې کڅوړه راواېسته، سیکې یې وشمېرلې.

دا ډول ډېرې بېلګې دي چې په مټ یې لیکوال د هرې برخې پای ته رسولو لپاره منطقي لار برابروي، د موضوع د تکرار مخه نیسي او له یوې برخې بلې ته لوستونکی بوځي.

یوه انځور څو ماناوې

لیکوال د ناول له پیل تر پایه د نږدې ټولو او هر ډول پېښو دومره ښه انځور ګري کړې، ته وا د نیکه همځولی دی.

د خسروخان د پوځ ماتې داسې یې انځوروي: (میرویس خان منډه واخیسته، د یوه مړه عسکر له تشي یې د اوبو پتک را خلاص کړ، بېرته راغی، سترګې یې رډې را وختې، د تږي ټپي پوځي غاړه پرې وه، ولاړ قومي مشر پر سره کوټ خپله سره توره پاکوله)

لیکوال هڅه کوي لویه انځورګري هم په کمو کلیمو سره وکړي: (سور لښکر د کندهار ښار ته نږدې واړول، خېمې ودرېد، درانه توپونه په اوږده کتار کې منظم شول، د پسونو غاړو ته چړې سیخې شوې، تور دېګونه بار شول.)

ممکن یو بل لیکوال دا جملې داسې کښلې وی

د خسرو خان لښکر سرې درېشۍ اغوستې وې، د کندهار ښار ته نږدې چې ورسېد، وایې ړول، پوځیانو خېمې ودرولې، توپونه یې د ښار په لور په اوږدو کتارون کې منظم کړل. د پوځ قصابانو پسونه حلال کړل، اشپزانو په نغریو دېګي کېښودل، اور یې ورته بل کړ.

* 'سینوهه'، د ښې ژباړې ښه بېلګه

* پېلوځی: "يو شاعر او بن لادن"ناول

* استاد شپون پر خپل نوي ناول ، ښاېستو ،غږيږي

لیکوال په انځورګرۍ سره موږ ته د یو بل حالت د انځور فکر هم را لېږدوي. کله چې میرویس نیکه کندهار ته ستون شي ګرګین له کوټې ور ګوري او دغه حالت یې داسې انځوروي: (ګرګین د پردې تر ژۍ ګوتې تاو کړې کش یې کړه، له پردې سره د سپین ګچ وړې ټوټې راولوېدې.)

دلته ښيي چې ګرګین په غوسه دی، بل دا چې دېوال د ګچ دی.

په کندهار ښار کې میرویس پر ګرګین د برید پلان لري او خپلو کسانو ته وایي:

دلته د انګورو باغونه دي، پاڼې به یې ژېړې وي خو که احتیاط وکو سلګونه کسان پکې پټېدی شي.

له دغه انځور موږ پوهېږم چې د مني سر دی.

د ناول ژبنی او ګرمري جوړښت

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption زرو ناول هم د نصیر احمد احمدي بل داسې کتاب دی چې ډېر مینوال لري.

داستادني نثر د ولس په ژبه وي، نیکه ناول هم همدغسې دی، تر ډېره یې جملې لنډې او رسا مطلب رسوي.

د لیکوال د لغاتو پانګه ډېره ده، ان د ډول ډول شیانو او ژویو غږونو ته خپل انګینومونه راوړي، لکه

د اوبو جورړا، د اسونو شنېدل(ششنېدل) د ځمکې دربا، د توپونو غړمبا، ډبرې رغړېدل، د لېوانو انګولا، د ډول ډنګا، د باد شڼا.

دغه کلیمې د نثر په خوږلښت کې مرسته کوي. ژبنۍ پانګه ژوندۍ ساتي.

لیکوال بې ضرورته سربلونه او وستربلونه هم نه راوړي، لکه

کتار ولاړو عسکرو د نښې ویشتلو تمرین کاوه

ممکن دغه جمله به بل لیکوال داسې راوړله: په کتار کې ولاړو عسکرو د نښې ویشتلو تمرین کاوه

د دېوالونو پر سر اېیښي توپونه هم ودربېدل

بل لیکوال به داسې لیکل: د دېوالونو پر سر باندې اېیښي توپونه هم ودربېدل

میرویس خان د سنیانو له سیمې راغلی

بل لیکوال به له ( سیمې) وروسته د (ه، نه یا څخه) وستربل را ووړ.

خو نیکه له ژباړې اغېزمنې جملې هم لري.

لکه: ۱ـ په کاروانونو حملې ور وړي. ۲ ـ د میرویس خان ورور د بلوڅو خانانو په مرسته په زړه کلا یرغل ور ووړ.

خو پښتو کې داسې وایو: پر کاروانونو حملې کوي یا پر زړه کلا یرغل وګړ.

یوه بله بېلګه: میرویس نیکه له اوله پوهېده چې ښار تر محاصرې لاندې راځي.

دا جمله داسې راځي. میرویس نیکه له اوله پوهېده چې ښار کلابندېږي.

* پېلوځی: تاریخي ناول

* 'ویلیم شیکسپیر یو شتمن سړی و'

* دا ځل د 'ګیم اف تهرونز' لیدونکي له لوستونکو مخکې دي

یو بل عبارت یا جمله هم (سترګې یې رډې راوختلې) دی چې ۱۹ ځله لیکوال را وړی دی. بل (په اړه) هم له ۲۰ ځلو ډېره راغلې، خو که هڅه یې کړې وی، نه تکرارېدله، لکه یوه جمله ده: (لومړی د کندهار او شاوخوا سیمو په عمومي وضعیت وغږېد( خو بل ځای لیکي: (شاه حسین د فال او پیشګویي په اړه وغږېد.) دلته یې هم لیکلی شول: (شاه حسین پر فال او پیشګویي وغږېد)

یو بل ځای لیکي: (میرویس خان د ګرګین د قومندانانو او عسکرو د ظلمونو په اړه اوږدې خبرې وکړې.) دا جمله یې هم داسې لیکلی شوه: (میرویس خان د ګرګین د قومندانانو او عسکرو له (پر) ظلمونو اوږدې خبرې وکړې).

که څه هم په ۱۹۶مخه کتاب کې چې خورا هنري هستونه ده دغه وړې نیمګړتیاوې به دومره عیب نه وي، خو یادول یې ځکه ضرور بولم چې له نصیر احمد احمدي لویه تمه کېږي او دغه ناول یې هم یوه غوره هستونه ده. بل دا چې د احمدي صیب د نورو ناولونو او کتابونو په څېر به دا ناول هم بیا بیا چاپېږي، که دغه څو نیوکې ور ته مناسبې ښکاري او په بنسټ یې سمون راولي، هرکلی به یې وکړم.

لکه ده چې ویلي دا ناول د فېلم جوړولو لپاره هم مناسب دی، ځکه لېکوال تر ډېره له مکالمو کار اخیستی. داسې مکالمې چې پر مټ یې موضوع پرمخ ځي او لوستونکی هم په هره پېښه ډېر باوروي.

ان یوه برخه( چې میرویس نیکه او سیدال خان ناصر د خاین پر معلومولو خبرې کوي) یې ټوله مکالمه ده، که چا پر میرویس نیکه ناول هم کښلی دغه برخه به یې په همدغه ډول لیکله، لکه احمدي صیب چې هستولې ده.