د 'شاهي کورنۍ' هنرمنده لېز سمېت مړه شوه

د انځور حقوق PA
Image caption لېز سمېت پر ۲۰۰۹ کال د برتانیا له ملکې د ویاړ نوم ترلاسه کړ.

د برتانیا یوه مشهوره هنرمنده لېز سمېت چې په 'شاهي کورنۍ' فېلم کې یې د 'نانا' او په 'د ډيبلي کشیش' کې یې د کراپلي رول لوبولی و د ۹۵ کلونو په عمر مړه شوه.

د کورنۍ یو غړی یې وايي د 'بفټا' ګټونکې هنرمنده د کریسمیس په شپه مړه شوې ده.

نوموړې پر ۱۹۲۱ کال زېږېدلې او نوم یې بیټي ګلیډل و، خو وروسته یې ځان سمېت کړ.

سمېت په نورو هنري فېلمونو کې هم رول لوبولی دی.

هغه په ۱۹۸۴ کال د شخصي عمل فېلم کې د ښه رول له امله په ۲۰۰۹ کې اېم بي اي( د برتانیا د ملکې له خوا د ویاړ نوم ور کول) او بفټا (د امریکا د اوسکار په څېر برتانیا بفتا جایزه لري) جایزې ته غوره شوه.

لېز سمېت د مغزي ستونزو له امله پر ۲۰۰۹ کال له هنري نړۍ سره مخه ښه وکړه.

د شاهي کورنۍ د مرستیال لیکوال او لوبغاړي کارولین اهرین له مړینې شپږ میاشتې نه تېریږي چې نوموړې هم مړه شوه.

د انځور حقوق .
Image caption لېز سمېت بفټا جایزه هم ګټلې وه.

په دغه فېلم کې د انټوني رایل په نوم لوبغاړی راف لېټل وايي "په یوه ډېر بد کال کې زما د دویمې کورنۍ دوه غړو له لاسه ور کول ډېر بد دي".

انډریو وایمېنټ چې په 'تاج سپارلو کوڅه' او شاهي کورنۍ کې یې کار کړی دی، په ټوېټ کې لیکلي دي "څومره افسانوي هنرمنه هغه یو مخ خندانه وه"

ریچارډ اي ګرنټ چې له لېز سمېت سره پر ۱۹۹۷ کال په یو فېلم کې کار کړی دی وايي، "لېز سمېت له تا سره په کار کولو ویاړم او له تا سره ګډ رول او نڅا امتیاز را کړی دی".