اوم پوري، د هند د هنري سينما تلپاتې څېره

اوم پوري د انځور حقوق Anthony Harvey
Image caption د فلم صنعت ډېر هنرمندانو په وینا اوم پوري د یوه ښه لوبغاړي ترڅنګ ډېر نېک انسان او خلکو ته منلی شخصیت و.

سينما درې ډوله ده: ښه سينما، خرابه سينما او تش په نامه سينما. فلمي هنرمندان هم همداسې دي.

اوم پوري په لومړۍ ډلبندۍ کې راځي، چې نن يې د جنورۍ په اووم سهار په مومبۍ کې د زړه د ناروغۍ له امله له نړۍ سره خدای پاماني وکړه.

په ۱۹۵۰ کال د هريانا د انباله سيمې په يوې بېوزلې کورنۍ کې زېږېدلی و. له کوچنيوالي يې له ډرامو سره مينه درلوده. په ښوونځي کې به چې د زده کوونکو لخوا پر سټېج ډرامې وړاندې کېدې، ده به په کې برخه اخېسته.

د هند سینما وتلی پخوانی لوبغاړی اوم پوري ومړ

عامر خان د فېلم پلورلو هنر لري

په ډرامو کې يې د کار خوبونه ليدل، خو چې ښوونځی يې بشپړ کړ، په يوه دولتي اداره کې يې د کاتب په توګه کار پيل کړ.

څه موده وروسته چا ورته وويل چې په ډيلي کې د ډرامې ملي پوهنځی د ازموينې له لارې وړ زده کوونکي نيسي او هره مياشت دومره پيسې هم ورکوي، چې ګوزاره پرې کېږي. دی ور بريالی شو او زده کړې يې پيل کړې.

د هندي سينما بل نوميالی هنرمند نصيرالدين شاه يې هلته ټولګيوال و. نصيرالدين شاه، چې په خپله هم د بهترينو فلمي هنرمندانو په ډله کې دی وايي، اوم پوري د ډرامې له پوهنځي تر فارغېدو پورې ډېر څه زده کړل او په دې کار کې يې تر ځان غوره باله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوم پوري په اتيايمو کلونو کې يې د هندي ژبې په ډېرو داسې هنري فلمونو کې کار وکړ، چې د ده استعداد يې په فلمي صنعت او د مينه والو په زړونو کې ځای کړ

اوم پوري خپل فلمي سفر د مراټي ژبې له فلم ګاشيرام کوټوال نه پيل کړ. په اتيايمو کلونو کې يې د هندي ژبې په ډېرو داسې هنري فلمونو کې کار وکړ، چې د ده استعداد يې په فلمي صنعت او د مينه والو په زړونو کې ځای کړ.

آکروش، ارد ستيا، پار، دهروي، اروهن، مرچ مصاله او ګڼ نور فلمونه يې د کره کتونکو لخوا ډېر وستايل شول.

وروسته يې د باليووډ په سوداګريزو فلمونو کې هم کامياب رولونه ولوبول. مقبول، ډرټي پالېټېکس، مالامال ويکلي او لسګونه داسې فلمونه دي چې د ده کردار په کې په ډېرې ستاينې ارزي.

په يو شمېر انګليسي فلمونو کې يې هم کار کړی، چې له هنده بهر هم ستايل شوی دی. په دې وروستيو کې يې د محسن حامد د ناول ريلکټنټ فنډمېنټلېسټ پر بنسټ جوړ شوي فلم کې کار کړی و.

همداراز ګاندي، ايسټ اېز ايسټ او سيټي آف جوای کې يې هم پاموړ کار کړی.

د فلمونو تر څنګ يې له خپلې لومړۍ مينې، سټېج ډرامو، سره هم تر پايه زړه تړلی پاتې شو او برخه يې په کې اخېسته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوم پوري د فلمونو تر څنګ يې له خپلې لومړۍ مينې، سټېج ډرامو، سره هم تر پايه زړه تړلی پاتې شو او برخه يې په کې اخېسته

د اوم پوري دوه لويې ځانګړتياوې وې. يو يې ځان له هر ډول کرکټر سره داسې په اسانۍ جوړاوه چې ليدونکي احساس کوي، په ريښتيني ژوند کې د يو چا کړه وړه ګوري.

که کرکټر هر څومره سخت هم وي، ليدونکو ته يې بيخي طبيعي ښکاروي. د دې تر څنګ يې زړه پورې دروند غږ درلود. چې غږېده، خلک يې ځان ته متوجه کول. او دا دواړه ځانګړنې به يې د مينه والو په زړونو کې تلپاتې وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب