'د موسیقۍ د استاد لمسی د موسیقۍ الاتو د غلا په تور نیول شوی'

د انځور حقوق AFP
Image caption بسم الله خان د هندي کلاسیک موسیقۍ په برخه کې د شهنايي تر ټولو وتلی استاد بلل کېده.

د هندوستان وتلي موسیقۍ ستوري استاد بسم الله خان یو لمسی له دې کبله نیول شوی چې ویل کېږي، د خپل نیکه اړوند پنځه موسیقي الات یې غلا کړي او پلورلي دي.

په دې کې له سپینو زرو جوړې د موسیقۍ شپیلۍ ډوله څلور آلې ( شهنايي ) هم شاملې دي، چې د هند د پخواني لومړي وزیر نرسیمهاراو په ګډون ځینو کسانو استاد خان ته ډالۍ کړې وې.

هند کې د مارانو زهرو قاچاق کونکي نیول شوي

بالیووډ هند کې د رواني روغتیا موضوع ننګولې

د عامر خان دنګل فلم تر ټولو ډېرې پیسې ګټلې

شمالي ښار ونارسي کې پولیسو بي بي سي ته ویلي، چې غلا شوې شهنايي ویلي کړل شوې دي.

دې لړ کې دوه نور کسان هم نیول شوي دي.

بسم الله خان ته د هند تر ټولو لوی ملکي مډال ( بهارت رتنا ) ورکړل شوی و.

خان د هندي کلاسیک موسیقۍ په برخه کې د شهنايي تر ټولو وتلی استاد بلل کېده.

نوموړی ۲۰۰۶ کال کې ومړ.

د انځور حقوق .
Image caption پنځمه شهنايي چې د سپینو زرو یو څه کار پرې شوی د نظرعالم له کوره موندل شوې ده

د ونارسي پولیسو یو افسر ګیانندرا نات پرساد په وینا، دوی د بسم الله خان د زوی کاظم حسین له شکایته وروسته غلا شوې شهنايې ګانې د سپینو زرو په بڼه تر لاسه کړل.

نوموړي زیاته کړه د ښار له یوه زرګره یې یوه کیلو سپین زر ونیول، چې د دوی په باور د بسم الله خان له لمسي نظرعالم نه یې د موسیقۍ الې پېرلې وې او وروسته یې ویلې کړې وې.

پولیس وايي، پنځمه شهنايي چې د سپینو زرو یو څه کار پرې شوی د نظرعالم له کوره موندل شوې ده.