د مایکل جکسن د کورنۍ له شکایت وروسته سکای خپل پروګرام وځنډاوه

د انځور حقوق Sky Arts
Image caption تېرکال جوزف فاینز د مایکل جکسن رول ته غوره شو.

سکای ارټس وایي، د مایکل جکسن د لور له شکایت وروسته به د نوموړي په هکله تلوېزوني پروګرام نه خپروي.

اتلس کلنې پاریس جکسن ویلي د پلار په هکله دا پروګرام یې د دغه وتلي ستوري له شخصیت نه باورېدونکی سرغړاوی دی.

هغې په ټوېټ کې لیکلي: "ډېره خوابدې یم، باوري یم چې نور ډېر کسان هم زما په څېر دي، که رښتیا ووایم کانګې راځي..."

* د ايلیزابت ټلیر ژوند

* د مایکل جېکسن "نوی" سندريز البوم راوځي

* د مایکل جېکسن جاکټ په ۱.۸ میلیون ډالرو وپلورل شو

د مایکل جکسن له شلو زرو ډېرو پلویانو د لیک په لاسیکولو سره هم د دي فېلم تحریمولو غوښتنه کړې ده.

جوزف فاینز چې د شکسپیر، مینې او الیزابت په څېر فېلمونو کې د کار مخینه لري په دغه فېلم کې یې د مایکل جکسن رول لوبولی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاریس جکسن وايي، کله یې چې ټرېلر ولید، نو غوښتل یې کانګې وکړي.

ټاکلې وه سکای هنرونه د ښاري کیسو په نوم دا لړۍ خپره کړي، خو د جمعې په ورځ یې وویل، ځکه یې ډډه وکړه چې پاریس جکسن اندېښنه ښودلې ده.

دې خپرندویه ادارې ویلي، هیڅ کله یې هم د سپکاوي نیت نه درلود.

"د مایکل جګسن کورنۍ د ناڅاپي اندېښنې له امله موږ پرېکړه کړې چې سکاي ارټس د ښاري کیسو د لړۍ له برخو د الیزابېت، مایکل او مارلون نیم ساعته برخه خپره نه کړو".

ښاري کیسې کمېډي ټولګه ده چې په سکای شبکه کې جوړه شوې او په یوه برخه کې یې مایکل جکسن له الیزابت تیلور او مارلون برانډو سره د ۱۱ سپټمبر له بریدونو وروسته له نیویارک څخه لاس انجلس ته ځي.

د مایکل جکسن رول لوبوونکي جوزف فاینز ویلي، کله یې چې تېر کال واورېدل د دغه ستر هنرمن رول ور کړل شوی، نو حیران شو.

د انځور حقوق SKY ARTS
Image caption مایکل جکسن له نیویارک تر لاس انجلس پورې له الیزابت او مارلون سره سفر لري.

د پنجشنبې په ورځ د جکسن لور پاریس جکسن وویل، کله یې چې د فېلم د دې برخې ټرېلر ولید نو غوښتل یې کانګې وکړي.

هغې د خپل پلار مایکل جکسن رول لپاره د سپین پوستي لوبغاړي ټاکل ناسم بللي او ویلي یې دي نه یواځې د پلار بلکې د خپلې مور لپاره یې هم سپکاوی دی.

د دې فېلم په ټرېلر کې د مایکل جکسن د پوټکي ناروغۍ ته هم اشارې شوې، خو لیکوال یې جولي رودریګز وايي، چې دا چا ته سپکاوي نه دی بلکې مسلکي کار دی.