د موسیقۍ ژانر فلم او اسکر جایزې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د موسیقۍ ژانر فلم او اسکر جایزې

اسکر جایزو ته یوازې پنځه اوونۍ پاتې دي. دا په فلمي برخه کې تر ټولو معتبره جایزه ګڼل کېږي او هر کال د هالیووډ او نورې نړۍ ګڼ فلمونه، فلم جوړوونکي او فلمي لوبغاړي ورته نومول کېږي.

یو فلم چې ګومان کېږي سږ کال به د غوره فلم اسکر جایزه اخلي، د موسیقۍ ( ژانرلالا ) لنډ دی. د هالیووډ دوو تکړه فلمي لوبغاړو، رایان ګاسلېنګ او اېما سټون پکې مخکښ رولونه لوبولي. کیسه یې په رپوټ کې ګورو.