هندۍ هنرمنده پریانکا چوپړا د 'کوانټیکو' تمثیل بهیر کې ټپي شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پریانکا دا وروستیو کې د ګولډن ګلوب جایزو مراسمو کې ګډون کړی و

هندۍ فلمي هنرمنده، پریانکا چوپړه له هغه وروسته روغتون کې د لنډ مهال لپاره بستري شوه، چې د امریکایي ډرامې کوانټیکو کې د رول لوبولو پر مهال ټپي شوه.

د هند پي ټي ای خبري اژانس د اي بي سي له قوله لیکلي، چې نوموړي له درملنې وروسته کورته لېږل شوې.

رپوټونو کې ویل شوي، چې نوموړې د پنجشنبې پر ورځ د تمثیل پر مهال وښوېده او له لوېدو ورورسته بې هوښه شوې وه.

''خلکو راته ویل توره یې ګرانه ده فلمونو کې بریالۍ شې''

پریانکا چوپړا د اي بي سي خپرونې کې برخه اخلي

دهالي ووډ ' بې واچ ' کې د رول لوبونکې ۳۴ کلنې پریانکا ویاند ویلي:

''تېره شپه د تمثیل پر مهال یوه کوچنۍ پېښه رامنځته شوه، پریانکا سملاسي روغتون ته ولېږدول شوه او ډاکټرانو له معایناتو وروسته په کور کې د ارام کولو اجازه ورکړه. هغه به له یکشنبې وروسته تمثیل ته ستنه شي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ښکلا پخوانۍ ملکې پریانکا امریکايي ټلویزیوني ډرامې کوانتیکو کې د تمثیل لپاره جایزه تر لاسه کړې

پریانکا د جمعې پر ورځ د کوانتیکو په خبري غونډه کې نه لیدل کېده.

له دې مخکې کوانتیکو کې د تمثیل لپاره هغې ته د ' خلکو خوښې ' په نامه جایزه ورکړل شوې او دا یې دویم پړاو دی.

پریانکا چې یو مهال د ښکلا ملکه ټاکل شوې دا وروستیو کې د ګولډن ګلوب جایزو مراسمو کې پر سره غالۍ او بیا د یوې جایزې ورکړې په حال کې لیدل شوې.

د هند دویمه مهمه فلمي هنرمنده دیپیکاپاډکون هم په هغو مراسمو کې ګډون کړی و.

اړونده مطالب