شهزاده څنګه چونګښه او بیا شهزاده شو؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که شهزادګۍ چونګښه ښکل کړې نه وی، نه به یې خپل ارمان پوره شوی و او نه به بیا شهزاده شهزاده شوی و.

وي نه وي یو کوډګر وي، له یو شهزاده سره یې کینه پیدا شي، دا کینه یې دومره ډېره شي چې شهزاد په خپل منتر پر چونګښه بدل کړي، خو دغه بدرنګه چونګښه بېرته هغه وخت شهزاده کېدلی شي، چې شهزادګۍ یې ښکل کړي.

د نصیب کارونه وي یوه شهزادګۍ په ښکلي شهزاده پسې ګرځي، چې واده ور سره وکړي، خو پیدا کولی یې نه شي، په خپله ورکه پسې ځنګله ته رسېږي، یوه بدرنګه چونګښه یې مخ ته درېږي، خپله کیسه ورته وايي، شهزادګۍ یې په نه زړه ښکلوي، که ګوري له بدرنګې چونګښې ښایسته شهزاده جوړ شي، بیا یې شهزادګۍ د خپل ژوند ملګری کړي.

* دروغ څرنګه ستاسو روغتیا ته زیان رسوي؟!

* د بربنډو فلمونو کتل د ''ځوانانو روغتیا ګواښي''

* بالیووډ هند کې د رواني روغتیا موضوع ننګولې

دا کیسه خلکو ته د سلا مشورو ور کوونکي نړیوال پېژندلي شخصت براین ټرېسي د کتاب Kiss the frog په پیل کې راغلې ده. براین ټرېسي د کتاب په یوه برخه کې وايي: "ستاسې د ژوند چونګښې منفي کسان او حالتونه دي، زړې تجربې، اوسنۍ ستونزې، شکونه او ستاسې محدودوونکي فکرونه دي".

د براین ټریسي په باور، څه چې پېښ شوي حقیقت دی ویې منئ او دا د چونګښې د ښکلولو مانا لري، له یو چا سره کینه او کرکه پرېږدئ، دا داسې مثال لري، لکه یو څوک د تل لپاره رخصتوئ. یو وخت څوک د دې لپاره مچو کوئ چې بیا یې نه ویني، دا وخت د چونګښې ښکلول په دې مانا دي چې خپل مفني فکرونه او هغه څوک چې پخوا ترې خپه شوي یاست د تل لپاره هېروئ.

د کتاب په سریزه کې لولو چې دا کتاب د براین ټرېسي له پنځو زرو ډېرو ویناوو، ‍‍سیمینارونو او د ارواپوهنې په برخه کې له سلا مشورو برابر شوی دی، چې پ‍ه اته پنځوس هېوادونو کې له پنځو میلیونو ډېرو خلکو پکې ګډون کړی دی.

د انځور حقوق facebook
Image caption دا کتاب د ټرېسی له داسې پنځو زرو ویناو، سیمینارونو او غونډو جوړ شوی چې تر پنځو میلیونو پورې خلکو پکې ګډون کړی دی.

ستونزه دې ښکل کړه په نوم دا کتاب موږ ته پر ستونزو د برلاسي لارې چارې راښيي. لکه کتاب د شهزاده او شهزادګۍ پر کیسه پیل شوی داسې نور ۲۲ مثالونه، د ۳۴ پوهانو ویناوې او د لسو نورو کتابونو نظریې راوړل شوې چې د کتاب منځپانګې سره د لوستونکي لېوالتیا زیاتوي، د ستونزو د اواري لپاره ساده لارې چارې ور ښيي چې هم یې باور پر راځي او هم ورته منلې وي.

د ساري په ډول د کتاب په یوه برخه کې ټرېسي وایي: "ستاسې ذهن د بڼ په شان دی. هلته ګلان یا واښه شنه کېږي؛ که تاسې ګلان ونه کرئ، واښه به په خپله ستاسې له زیار پرته وده وکړي. همدا ډول که په شعوري ډول مثبت فکرونه ونه لرئ، د هغوی پر ځای منفي فکرونه وده کوي، د بڼ په اړه دا ساده تشبیه روښانوي چې ولې ډېر خلک ناخوښ دي او د خپلې ناخوښۍ په دلیل هم نه پوهېږي".

* راډون ، زمونږ په کورونو کې پټ قاتل

* بښنه او هېرول د سالمې ذهني روغتیا غوره لار

* ډېری مېندې، پلرونه ماشومانو سره پر ذهني روغتیا خبرې نه کوي

په کتاب کې د اروايي ستونزو لرونکي انسان ژوند په دوولسو څپرکو کې هر اړخیز څېړل شوی او د هر څپرکي پیل که د ستونزو پر نښو او بېلګو را څرخي پای هم له دې ستونزو او نیمګړتیاوو د وتلو لپاره پر سپارښتنو جوړ دی.

په دې کتاب کې د اروايي ناروغ له زانګو نیولې، د همځولو، مور پلار او کورنۍ سره چلند او د کار چاپېریال، کینه، غوسه، بدګوماني، ژور خپګان، ځان ملامت ګڼل، بښل، هېرول، ژوند بدلول او نورې ډېرې مسلې شاربل شوې او دا لارې چارې هم ورته وړاندې شوې چې څنګه خپل ژوند بېرته سم او د سپارښتونو او لارښوونو په پلي کولو سره د عادي انسان په ډول نړۍ ته وګوري او د ژوند مزل په خندا او نه ستړېدونکو ګامونو سره وړاندې بوځي.

Image caption په کتاب کې د ټرېسی پر سپارښتنو سربېره له لسو مهمو کتابونو اخیستنه شوې او هم د څو دېرشو نامي پوهانو خبرې او د ۲۲ کسانو د ستونزو بېلګې راوړل شوې دی.

دا کتاب پښتو ته محمود سعید ژباړلی، خو نوم یې ستونزه دې ښکل کړه ور کړی دی. محمود سعید نږدې دوه کاله مخکې د ګاز ډبې د چاودنې له امله ټوله کورنۍ له لاسه ور کړه. نوموړي بي بي سي ته وویل، نور ډېر اروايي کتابونه یې هم مطالعه کړل، خو دغه کتاب یې ژوند ډېر بدل کړل، ځکه یې پښتو کړ.

" دغه کتاب زما سره ډېره مرسته وکړه. زما فکر يې بدل کړ او د دې لامل شو چې زه تېر دردونه وزغمم او واقعيتونه ومنم. همدا شان يې زما زغم ډېر کړ او زما په فکر کې يې د هغو کسانو په اړه مثبت فکرځای‌ناستی کړ کوم چې زه يې پخوا ځورولی وم او يا له هغوی ګيله‌من وم. د دې تر څنګ يې ما ته دا راوښوول چې د نورو خلکو افکارو، نظرونو او باورونو ته درناوی وکړم او له هغو سره حساسيت ونه ښيم. ما د ارواپوهنې کتابونه ډېر لوستي خو دا مې ځکه غوره کړ چې روان او د عامو خلکو په ژبه ليکل شوی و. زموږ له خلکو سره د ژوند په هره برخه کې مرسته کولای شي"

افغان ټولنه له نږدې څلورو لسیزو راهیسې د جګړو او ناخوالو ډګر دی، ځکه یې بلا ډېر وګړي له رواني ناروغیو رنځېږي، یا هم په ژوند کې د محمود سعید په څېر له پېېښو سره مخ شوي خو د دې او ورته کتابونو په لوستلو سره د خپل درد ټکورولو درمل موندلی شي.