د خنداګانو د سوداګر ناظر وطندوست ژوند ته کتنه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د بي بي سي ناظر

چارلي چپلن واي، که غواړې چې په رښتیا وخاندې نو باید خپل درد واخلې او ورسره لوبې وکړې.

مهرعلي وطندوست، د بي بي سي د پښتو څانګې د نوي کور نوي ژوند ناظر، د چارلي چپلن د دغه قول په پلي کولو کې یو ګام مخ ته تللی و او خپل غم سره یې داسې لوبې وکړې چې نه یوازې دا چې په خپله يې د هغې په مرسته وخندل بلکې د افغانستان غم ځپلی ولس یې هم په کلونو کلونو و خنداوه.

شاعر او د موسیقۍ کمپوز جوړوونکی مهرعلي وطندوست چې د نوي کور نوي ژوند په ډرامه کې يې د ناظر رول لوباوه، د روان کال د جنورۍ پر اتمه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

خدای بښلي وطندوست، د افغان ولس ناظر، په خپل هنري ژوند کې تل خندا په مخ ګرځوله، تل به خوشاله برېښیده او د فن په نړۍ کې یې رول تل د خندا او خوښۍ څخه ډک و.

د "بي بي سي ناظر" له نړۍ سترګې پټې کړې

خو د همدې خوښ او خندانه ناظر ژوند د غمونو افسانه وه، د دردونو ترخه کیسه وه او د ژوند هره لحظه یې تراژیده او دردونکې وه.

ناظر په افغانستان کې د جګړو د پیل سره سم له هېواده مهاجرت ته اړ شو. دې په پېښور کې د لومړنیو کډوالو له ډلې و.

د شعر، ادب او فن ستورې د کډوالۍ نا خوالو سره د انقلاب په لومړیو شپو کې لاس او ګریوان شو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
"ناظر د خوشالۍ يو سمبول و"

په پېښور کې وطندوست په کیسه خوانۍ بازار کې د لارې په سر د پیسو د تبادلې یا صرافۍ کار شروع کړ. د کابلۍ چوک منځ کې ناست وطندوست کور ته مړۍ ډوډۍ ګټلو سره سره د خپل شعر او ادب لړۍ هم روانه وساتله آن تر دې چې په پېښور کې هنرمندان پرې خبر شول.

د وطندوست سندرې بیا د پېښور ماه جبین قزلباشې، خیال محمد او د کابل نغمې له خواږه غږه د ولس غوږونو ته ورسېدې.

د پښتو موسیقۍ مینه والو به په کابلۍ بازار کې د سندرغاړو په غږ د ټیپ کیسټې اخیستې او د شعرونو په مقطعو کې به یې د وطندوست نوم اورېده خو وطندوست چا هم و نه لید.

ډېر به په کابلۍ او کیسه خوانۍ کې د وطن دوست مینه وال د ده له څنګه په دې تکل تېر شوي وي چې کله به وطندوست وګوري خو دوي وطندوست نه لیده. وطندوست د سړک د غاړې غریب کار و، خپلو مینه والو ته نه ښکارېده.

د وطندوست کور د افغانستان د جګړې په اوږدو کې په پېښور کې د ټولو خپلوانو لومړې تم ځای و. هر هغه څوک چې په وطن کې د بل اور څخه د کوزې پښتونخوا لور ته کډوال کېده نو د خپل دغه ژوند لومړۍ څو اوونۍ او کله کله څو میاشتې د وطندوست د پېښور د یوې یا دوه کوټو کور کې تېرولې.

له هغه ځایه به دغه کډوالو د خپل ژوند چارې برابرولې. د کډوالۍ غریبۍ او په ژوند کې د اولاد تشې سره سره وطندوست تل خپلو مېلمنو ته په خندا ښکلی مخ وړاندې کولو.

Image caption مهرعلي وطن دوست له ډېرې مودې راهیسې له خپلې کورنۍ سره په پېښور کې اوسېده

وطندوست د خپل واده په ۳۸ کلونو کې تر ټولو ډېر له بې اولادۍ کړېده. ډاکټرانو، ملايانو، زیارتونو ته لاړ، الله ته یې زارۍ وکړې چې خدای دې ورته اولاد ورکړي، خو دغه سوال یې پوره نه شو. ډېرو ورته وویل چې دویم واده وکړي خو وطندوست باندې خپله مېرمن دومره ګرانه وه چې په دې خوښ و له دې سره بې اولاده ژوند تېر کړي. یو چا ورته وویل چې یو فرزندي ماشوم دې زوی کړي. دا کار یې وکړ او د خپل بې اولادې نیمګړتیا یې د امید په څېره کې پوره کړ.

د وطندوست په ژوند کې امید راغی، خو دا چې د وطندوست د ژوند کیسه د تراژیدیو او غمونو افسانه وه، دا خپل کړی ماشوم هم وطندوست ته نیمګړی په برخه ورسېد. امید د لس کلنۍ څخه وروسته له ذهني ودې ولوېد او هغه هم وطن دوست ته د یو بار په توګه په اوږه شو.

وطندوست خپل ماشوم امید سره پوره ۲۵ کاله د ماشوم په توګه ژوند تېر کړ. وطن دوست دا غم هم په خپله وګاللو او کله یې هم د خپل امید د نمیګړتیا په اړه خپګان ښکاره نه کړ.

د انځور حقوق FB
Image caption ګڼو مشهورو سندرغاړو د مهرعلی وطن دوست شعرونه په سندرو کې ویلي چې له ډلې یې نغمه، استاد خیال محمد او استاد شاه ولې یادولی شو.

وطندوست تېر ۲۵ کاله د خپلوانو او ملګرو پوروړی و. خداې بښلي به هره میاشت د خپل معاش یوه برخه د یو پور او بل پور په خلاصولو لګوله. وطندوست به ویل چې زما معاش هره میاشت دوه برخې کېږي: یوه د امید د درملو باندې ځي او دویمه د کور په مصرف. کله هم چې له دغه دوو څخه یو لږ څه راباندې زیات شي نو بیا اړ یم چې پور واخلم او بیا مې د معاش برخې هم درې کېږي ترڅو د خلکو له پوره ځان خلاص کړم.

په وروستیو کلونو کې یې مېرمن هم ناروغه شوه او ډېر کلونه یې د هغې د دارو درملو خرڅ هم ګاللو چې په پای کې ډېر پوروړی شو. خو زمونږ ناظر په دغه حالاتو کې هم خندا ونه بایلله او تل به یې خندل!

تېر کال یې مېرمن مړه شوه. څو میاشتې یې یوازې ژوند د خپلې خدای بښلې مېرمنې په یاد کې تېر کړ. بیا د خپلو خپلوانو د ټینګار له کبله یې دویم واده وکړ. د خپل مرګ څخه یوه اوونۍ ترمخه یې راته زنګ راووهه چې نوې مېرمن مې ډاکټر ته بولې وه، ډاکټرانو راته وویلي هیله ده چې خدای به له دغه مېرمنې اولاد راکړي. ډېر خوښ و او ملګري یې د ده خوښۍ ته خوشاله وو.

خو دا چې د وطندوست ژوند د غمونو داستان و نو دا ډول خوښي او خوشالي یې نصیب نه شوه او د اولاد د خوښۍ څخه بې برخې په حقه لار لاړ.

Image caption مهر علي وطندوست له څه باندې شلو کلونو راپدېخوا د نوي کور نوي ژوند په ډرامه کې يې د ناظر رول لوباوه

د وطندوست د مړینې ورځ د هغه د مېرمنې د تلین ورځ وه. د خپل مرګ تر مخه یې د خپلې خداې بخښلې مېرمنې د تلین چمتو والې هم نیولی و، هغه چمتو والی چې د ده د مرګ په خیرات بدل شو.

وطندوست یوه ځانګړتیا دا هم وه چې هېڅ کینه او غوسه یې نه لرله. ډېر داسې وو چې له وطندوست څخه به خپه کیدل، مروریدل خو وطندوست به له هغوی نه مرورېده. هغو چې به ترې مخ اړولو، وطندوست به ورته غېږه خلاصوله. د هیچا سره یې خپګان نه وو، له هېچا سره یې کینه نه وه، له هېچا سره یې مرورتیا نه وه. هر مرور او خپه به یې په خندا او په موسکا خوشالولو.

یو وخت یوې سیمه ایزې رسنۍ وطن دوست سره په مرکه کې له هغه پوښتنه وکړه چې ولې هېواد ته بېرته نه راستنېږي. وطندوست ورته وویل چې په هېواد کې د میخ د ټک وهلو ځای هم نه لرم نو چې راشم چېرته راشم! وطن دوست د طالبانو له واکمنۍ را وروسته په ډېرو دېرو او حجرو وګرځېد ترڅو کومه مناسبه دنده پیدا کړي چې په مرسته یې دې هم بېرته هېواد ته را ستون شي.

ډېرو شخصي ټلویزیونونو مشرانو سره یې ولیدل، د اطلاعاتو او فرهنګ مسولینو سره یې لیدنې وکړې خو دوی ورته یوازې وعدې ورکړې. وطندوست لوی ارمان درلود چې په هېواد کې د سر د پټولو د ځای خاوند شي خو دا ارمان یې کله هم پوره نه شو. د وطن دوست ژوند د پېښور کرايي کورونو وخوړ!

د هېواد د پرمختګ او ودانۍ کیسې یې ډېرې خوښېدې. په ناستو کې به یې په ساعتونو د هېواد د پرمختګ د کیسو غوښتنه کوله او د دغه ډول کیسو به یې خوند اخیست.

د کرېکټ له لوبډلې را واخلئ تر سړکونو د جوړېدو، تر پراختیايي پروژو هر څه یې اوریدل غوښتل. ویل به یې چې که خدای هېواد را جوړ کړي، مونږ پخپله په کې جوړېږو.

وطندوست راته یو وار خپل یو څو داسې شعرونه واورول چې د هغه په خبره یوازې د خپل ځان لپاره یې لیکلي وو. شعرونو کې یې ژور خپګان پروت و. ما ورته وویل چې وطندوسته، دا چې مستې سندرې دې هنرمندانو ته ورکوې نو خو دا ډول ژورې غزلې هم ورکړه کنه.

وطندوست راته په ځواب کې وویل چې ولس ته خوښي او خندا ورکوم، غم مې د ځان دپاره دی، پرېږده چې په خپله یې وپالم. نه غواړم چې غم ځپلي ولس سره غمجنې غزلې شریکې کړم!

وطندوست خپل غم سره لوبې وکړې او ترې یې ډیرې خنداګانې جوړې کړې. دغه خندا ګانې یې مونږ سره شریکې کړې او د غم په څپو کې د خوشالۍ د ویش دنده یې په غاړه واخیسته. دومره خندا یې راکړه چې هېرول یې ګران دي. وطندوست زمونږ څخه لاړ، زمونږ د نوي کور او نوي ژوند خندا لاړه، خوښي لاړه، ښکلا لاړه!

وطن دوسته رب دې درته هغه جهان ښایسته کړي!

لیکوال د خدای بښلي وطندوست له خپلوانو دی چې له هغه سره يې نژدې ملګرتیا هم لرله. لیکوال هڅه کړې چې د د وطندوست د ژوند هغه اړخونه چې تر ډېره د هغه مینه وال ورڅخه ناخبره دي شریک کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب