بهر ته د ولسمشر ټرمپ کابينې يوه غړي لومړی سفر
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بهر ته د ولسمشر ټرمپ کابينې يوه غړي لومړی سفر

د امريکا د دفاع نوی وزير جېمز متېس جنوبي کوريا ته د خپل سفر پيل کې د دغه هېواد مشرتابه ته ډاډ ورکړی، چې له امريکا سره به یې ملګرتيا نه کمزورې کېږي. دا بهر ته د ولسمشر ټرمپ کابينې د يوه غړي لومړی سفر دی. له ټاکنو مخکې ښاغلي ټرمپ جنوبي کوريا او جاپان کې سياستوال په دې خبره په غوسه کړي وو، چې دوی د امريکا له لوري ساتنې ته پوره پيسې نه ورکوي، چې د شمالي کوريا پر وړاندې یې دفاع وکړي.