کرینه: هرې هنرمندې ښځې ته د سیف په څېر مېړه پکار دی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جولي ایل ایل بي فېلم

دا اونۍ اکشې کمار د "جولي اېل اېل بي ټو" فېلم خپرېږي، چې په اصل کې د ارشد وارثي د کامیاب فېلم "جولي اېل اېل بي" لړۍ ده.

ښکاره ده چې خلک د تېر فېلم په څېر دا لړۍ هم خوښوي، خو دا بېله خبره ده چې دا ځل فېلم جوړونکي د ارشد په ځای د اکشې په څېر یو لوی ستوري سره د فېلم نور بریالي کولو هنر وکړ.

ارشد خپله هم پخوانی فېلم بریالی کړی و، خو دا بېله خبره ده چې ارشد وارثي ته په بالیووډ کې تراوسه هغه ځای ور کړل شوی نه دی چې حق یې لري.

* بالیووډ هند کې د رواني روغتیا موضوع ننګولې

* رشي کپور ځان پرېږده، د پلار له مینې هم پرده پورته کوي

د فېلم پیلولو وروسته اکشې کمار بیا بیا د ارشد رول ستایلی دی، او د غه د فېلم اعلانولو ته یې هم په ځانګړي ډول بللی او په دې سره یې د ارشد زړه ښه کړی دی.

رسنیو سره هم سوال او ځواب کې بېچاره ارشد ویلي، چې د هغه رول اکشې کړی او دا پرې هیڅ بده نه ده لګېدلې او بل دا چې اکشې له ده لا ډېر ښه رول لوبلی دی.

اوس اکشې کله شاته پاتې کېده، سملاسي یې ټوېټ کړه چې د یوه ملي ایوارډ لرونکي له خوا ستایل یې ډېر اهمیت لري. ښايي د احساساتو له امله اکشې خپل کورنی کار هېر کړی، ارشد نورې جایزې ګټلې، خو ملي ایوارډ ته تراوسه رسېدلی نه دی. که ترلاسه کړی یې وی، نو د دې لړۍ اتل به ارشد و، نه اکشې.

د کرینه کپور سلا

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کرینه کپور له سیف سره

کرینه کپور خان تل په بالیووډ کې د نوې خبرې ویلو هڅه کوي. هغه که د خپلو اړیکو په هکله ډانګ پېیلې خبرې وي، یا هم د مېندوارۍ پر مهال د کمرې مخ ته درېدل وي.

کرینه د مېندوارۍ تر وروستیو ورځو هم کار وکړ، پر دریځ ښکاره شوه او ځان یې یوه ریښتونې کارمنه مېرمن وښود. د خپل زوی تیمور علي خان له زېږون ایلا ۴۵ ورځې وروسته د فېشن اونۍ پر دریځ ښکاره شوه او ټول یې حیران کړل.

* د هالیووډ فلمونو کې رول لوبول حماقت دی؟

* شاه رخ خان د امیتابچن کومې سپارښتنې مني؟

کرینه د بالیووډ اتلو کې د دې تصویر ختمولو هڅه وکړه چې د واده یا بچي له زېږون وروسته اتله نشي پاتېدلی او د مور یا پالونکې وړاندیز ورته کېږي.

کرینه وايي، چې په دې کار کې د هغې خاوند سیف لوی لاس لري، ځکه کله چې کار ته ځي نو سیف یې له زوی سره وي او کله چې سیف کار کې وي، نو کترینه د تیمور خیال ساتي.

د کرینه خبره ده، چې هرې کارمنې ښځې ته د سیف په څېر خاوند پکار دی، کرینه ډېر څه ویلي، خو دا یې نه دي ویلي چې هر مېړه ته د کرینه په څېر مېرمن هم پکار ده، ځکه که دغو ښځو ته د سیف په څېر مېړه په نصیب شي، نو د دې خبرې زیمواري به څوک کوي.

د ګووندا هڅې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګووندا د پرمختګ لپاره شپه ورځ زیار باسي

ګواندا هم له اتل جوړېدلو لاس نه اخلي، ځي راځي، "اګیا هېرو" فېلم کې هغه نڅېدلې، مینه یې کړې او واړه او لوی بدماشان یې هم وهلي ډبولي دي.

دا چې فېلم به څوک ګوري که نه، دا وروستۍ خبرې دي، خو د پرمختګ لپاره یې ګووندا سخت کار کوي.

دا مهال یو چا ورته ویلي چې هنرمند ورون دهون او هغه کې ځانګړی ورته والی شته، نو دی غوسه شوی دی.

ورون دهون د فېلم جوړونکي ډیویډ دهون زوی دی، چې ګووندا اوس ترې لرې دی، که څه هم یو وخت ډیویډ دهون سره ډېر نږدې و او دواړو لوڅ فېلمونه هم جوړول او دواړه په کمپنۍ کې لومړی نمبر جوړه بلل کېدل.

ګووندا ویلي "رنویر سینک او ورون دهون په تنو کې سلمان خان ته ورته دي، نو ایا هغوی به سلمان خان شي".

ګووندا دا هم ویلي چې ورون دهون ته د ګووندا جوړېدلو لپاره سپېڅلتیا او کلیوال کېدل پکار دي، په داسې حال چې هغه د فېلم جوړوونکي زوی دی.

هغه زیاته کړې وچې ورون په تېرو شپږو کلونو کې له خپل پلار سره له دوو ډېر فېلمونه نه دي کړي، خو ده له ډېویډ سره ۱۷ فېلمونه کړي دي.

له دې د ګووندا خپګان ښکارېدلی شي، ځکه هغه د ډیویډ سره د اتلسم فېلم (چشم بدور) کول غوښتل، خو ډویډ دهون رشي کپور ته ور کړ او ګووندا تراوسه دا خبره نه ده هېره کړې.

اړونده مطالب