بفتا فلمي جایزې: څوک د څه لپاره نومول شوي؟

بفتا فلمي جایزې: څوک د څه لپاره نومول شوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سږ ۷۰ ځل دی چې د بریتانیا فلم اکاډمۍ بفتا جایزې وېشل کېږي.
د انځور حقوق BAFTA
Image caption بفتا جایزې په لومړي ځل ۱۹۴۷ کال کې وویشل شوې او له هغه راهیسې هر کال ترسره کېږي.

د بریتانیا د فلم اکاډمۍ یا بفتا جایزو مراسم د یکشنبې په ورځ (د فبروري ۱۲) لندن کې ترسره کېږي. دغو جایزو لپاره د تېر کال غوره فلمونه، فلمي لوبغاړي او فلم جوړوونکي بېلا بېلو برخو کې جایزو لپاره نومول شوي.

تر ډېره باور داسې دی چې بفتا جایزو کې چې هر څوک بریالی شي، نو اوسکار جایزو کې یې هم د بري فرصت ډېر وي.

پاکستان کې د شاه رخ خان پر فلم بندیز لګېدلی

د عامر خان دنګل فلم تر ټولو ډېرې پیسې ګټلې

افغان فلم د اوسکار په نوملړ کې و نه منل شو

سږ د بفتا مراسمو ته د جایزو لپاره نومول شوي هنرمندانو تر څنګ د بریتانیا شهزاده ویلیم او شهزادګۍ کېټ هم وربلل شوي. د مراسمو د کوربه توب دنده به د سټیفن فرای پر غاړه وي.

د بفتا جایزو لنډه تاریخچه

سږ ۷۰ ځل دی چې د بریتانیا فلم اکاډمۍ بفتا جایزې وېشل کېږي.

د جایزو دا مراسم هر کال د بریتانیا فلم او تلویزیون اکاډمۍ له لورې جوړېږي.

بفتا جایزې په لومړي ځل ۱۹۴۷ کال کې وویشل شوې او له هغه راهیسې هر کال ترسره کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سږ ۷۰ ځل دی چې د بریتانیا فلم اکاډمۍ بفتا جایزې وېشل کېږي.

له اوسکار جایزو وروسته دا په فلمي نړۍ کې دویم تر ټولو معتبرې جایزې ګڼل کېږي. د بفتا جایزو مراسم هر کال د اوسکار جایزو له مراسمو دوه اوونۍ وړاندې ترسره کېږي.

تېر کال د هالیووډ غښتلي هنرمند لیونارډو دې کاپریو بفتا کې د غوره فلمي لوبغاړي جایزه وګټله، دوه اوونۍ وروسته په اوسکار جایزو کې هم دی د کال غوره فلمي لوبغاړی وټاکل شو.

هر کال بېلا بېلو برخو کې هغه فلمونه، فلمي لوبغاړي او فلم جوړوونکي چې بفتا جایزو کې ستایل کېږي، وروسته په اوسکار کې هم بریالي وي.

بفتا کې د هر هېواد فلمونه جایزو لپاره نومول کېدای شي. خو د کال غوره بریتانوي فلم لپاره یوازې هغه فلمونه نومول کېدای شي چې بریتانیا کې جوړ شوي وي او یا د بریتانوي پروډکشن کمپنۍ پرې پانګونه کړې وي.

همدا ډول د کال غوره بریتانوي فلم جوړوونکي جایزې لپاره هم یوازې هغه کسان نومول کېدای شي چې بریتانویان وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارایول د غوره فلمونو د جايزې لپاره نومول شوی دی

سږنیو جایزو لپاره نومول شوي کسان او فلمونه

د موسیقۍ ژانر فلم لالا لنډ له هغه وروسته چې د سينما په پردو راښکار شوی د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې یې مینه وال موندلي او خورا ډېر ستایل شوی.

د موسیقۍ ژانر فلمونه په ۶۰مو او ۷۰مو کلونو کې ډېر مشهور وو او ډېر کله یې کیسه د تېر په اړه وي.همدا لامل دی چې ډیری کسان د موسیقۍ ژانر پخوانی ژانر ګڼي.

د لالا لنډ کیسه بیا برعکس د نن په اړه ده او دې فلم د موسیقۍ ژانر په تړاو د ډېرو نظر بدل کړ. لالا لنډ ۱۲ برخو کې بفتا جایزو لپاره نومول شوی او د ډېرو په ګومان ښايي لږ تر لږه ۸ جایزې وګټي.

د تېر کال په نورو غوره فلمونو کې د کورني ناروین په تړاو جوړ شوی فلم مانچېسټر بای د سي ډېر ستایل شوی.

د انځور حقوق LALA LAND
Image caption لالا لنډ ۱۲ برخو کې بفتا جایزو لپاره نومول شوی او د ډېرو په ګومان ښايي لږ تر لږه ۸ جایزې وګټي.

د بېن افلېک ورور کیسي افلېک پر همدې فلم د غوره فلمي لوبغاړي ګولډن ګلوب جایزه وګټله. دی په دې برخه کې بفتا او اوسکار ته هم نومول شوی. ساینس فکشن (ساینس سره تړلې خیالي کیسه) فلم ارایول او کورنۍ پسې د یوه ورک شوي هلک لټون په تړاو جوړ شوی فلم لاین هم د غوره فلم جایزې لپاره نومول شوي.

د جایزو نوملړ په لاندې ډول دی.

غوره فلم

لالا لنډ

هېډن فېګرز

مانچېسټر بای د سي

ارایول

ای ډانیل بلک

مون لایټ

غوره فلمي لوبغاړی

کیسي افلېک (مانچېسټر بای دا سي)

انډریو ګارفیلډ (هکسا رېج)

رایان ګاسلېنګ (لالا لنډ)

جک ګېلنهال (ناکټرنل انيمل)

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اېمېلي بلنټ د (ګرل ان دا ټرېن) فلم کې د غوره فلمي لوبغاړې لپاره نومول شوې ده

غوره فلمي لوبغاړې

اېما سټون (لالا لنډ)

امي اډمز (ارایول)

اېمېلي بلنټ (ګرل ان دا ټرېن)

نتالي پورټمن (جېکي)

مېرېل سټريپ

غوره فلم جوړوونکی (ډایرېکټر)

ډامیان شزېل (لالا لنډ)

ډنېس وېلېنوف (ارایول)

کېنېت لانرګن (مانچېسټر بای دا سي)

کېن لوچ ( ای ډانیل بلک)

ټام فورډ (ناکټرنل انيمل)

د انځور حقوق Getty Images/AP
Image caption برېټس نومي هرېس او ډېو پټېل دواړه نومول شوي

غوره موسیقي

لالا لنډ

ارایول

جکي

لاین

غوره کیسه (سکرین پلی)

لالا لنډ

مانچېسټر بای دا سي

جکي

هېډن فېګرز

مون لایټ

ارایول

د انځور حقوق PA
Image caption اېما سټون او رایان ګاسلېنګ د لالا لنډ لوبغاړي

غوره جامې (کاسټیوم)

الایډ

جکي

فنټاسټېک بیسټس

لالا لنډ

اړونده مطالب

ورته مطالب