په افغانستان کې د راډیو ۹۰ کلن مزل

د انځور حقوق .
Image caption په افغانستان کې د راډیو لومړنۍ وداني.

۹۰کاله مخکې د امان الله خان د پاچاهۍ په دوره کې پر ۱۳۰۴ هـ ش کال کابل راډیو خپرونې کړې خو د دغه پرمختیاپال واکمن په پرځېدلو سره راډیو غلې شوه. د ۱۳۲۰ هـ ش په حمل میاشت کې یې دویم ځل خپرونې پیل کړې چې لا هم روانې دي.

هغه وخت په افغانستان کې یوازنۍ راډیو (کابل راډیو) وه چې اورېدل کېده، خو وروسته یې نوم د افغانستان ملي راډیو شو.

"کوته لندني" چې اول ځل د کابل رادیو غږ ترې خپور شو، ښکلې وداني وه، چې د انګریزي سبک سره په پخواني کابل ښار کې د "شېر دروازه" غره لمن کې جوړه شوې وه، خو اوس یې هیڅ نښه نشته.

* د راډیو راتلونکی

* بلخ کې د مېرمنو لپاره ځانګړې راډیو

په افغانستان کې په ۱۳۲۹ هـ ش کې د لومړي ځل لپاره له ملي راډیو په بدل یا مستعار نوم د (پروین)، چې اصلي نوم یې خدیجه و، ښځینه غږ خپور شو.

د راډیو له جادویي بکس راوتونکی اواز ډیری افغانان حیران کړل. د افغانستان په دودیزه ټولنه کې له راډیو ښځینه غږ اوریدل تر انقلاب کولو کمه خبره نه وه.

۳۳ کال کېږي چې نفسیه فیصل د افغانستان ملي راډیو کې ویانده ده او په دغه دوران کې یې د کاري ژوند ډېرې لوړې ژورې تجربه کړې دي.

Image caption نفیسه فیصل وايي، راډیو کې په کارموندلو سره ډېره خوشاله وه.

نوموړې راته وايي، چې څنګه راډیو ته لاړه.

"شپږ میاشتې وروسته یې خبر را کړ، چې د کار لپاره ومنل شوې. له ډېرې خوشالۍ سره ملي راډیو ټلویزیون ته راغلم. هغه وخت هیڅ راته مهمه نه وه چې په کومه برخه کې کار وکړم. تل مې غوښتل چې په ملي راډیو ټلویزیون کې کار وکړم".

د افغانستان ملي راډیو ۴۸ لمبر سټوډو تعمیر شاوخوا نیمه پېړۍ وړاندې جوړ شوی دی چې د مشهورو سیاسي څیرو خبرې او هغه تل پاتې اوازونه به هغه وخت یوازې له دې سټوډیو خپرېدل.

* د راډیو اعلان له لارې د ژوند ملګري لټون

* ننګرهار کې د 'داعش' رادیو ترشا څوک و؟

د افغانستان ملي راډیو د سیمې په کچه بډایه ارشیف لري چې د ډېرو پاچاهانو، ولسمشرانو او مشهورو هنرمندانو ږغونه پکې ساتل کيږي.

د افغانستان د ملي راډیو ارشیف مرستیال محمد صدیق ظریفیار وایي، د خپل عمر ډېر وخت یې د ارشیف ساتلو کې تیر کړی دی.

"د افغانستان د ملي راډیو ارشیف پر څلورو برخو ویشل شوی دی، چې یوه برخه اعلامیۍ، دوهمه برخه یې هنر او ادبیات دي. درېیمه برخه یې موسیقي او څلورمه برخه یې هم غربۍ موسیقي ده".

Image caption محمد صدیق ظریفیار وایي، د خپل عمر طلایي دوران د ارشیف ساتلو کې تیر کړی دی.

هغه راډیوګانې چې شاوخوا یوه پېړۍ مخکې افغانستان ته راوړل شوې وې اوس د کم یابو اثارو په بڼه په بازار کې پلورل کېږي خو جالبه دا ده چې ځینې لا اوس هم کار کوي.

عبدالرحمان په کابل ښار کې د راډیوګانو خرڅولو دوکان لري. د نوموړي په وینا، له تېرو ۴۰ کاله راهیسې د زړو راډیوګانو پر راټولو بوخت دی.

"تاسو باور وکړئ چې خلکو به لس کیلو مټره واټن واهه تر څو زموږ کور ته راشي او راډیو ته غوږ ونیسي. د کابل راډیو خپرونې به پر څلور بجې پیل کېدې او د شپې تر لسو بجو به روانې وي".

له دې سره سره چې اوس په افغانستان کې له ۷۰ ډېر ټلویزیونوني چینلونه فعالیت کوي خو لا هم په افغانستان کې راډیوګانې خپل مینوال لري او د رسمي شمېرو له مخې اوس په افغانستان کې ۲۴۰ راډیوګانو فعالې دي.

په افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نۍ په خبره په دغه هېواد کې شاوخوا ۷۰ سلنه خلک معلومات له راډیوګانو تر لاسه کوي.

Image caption عبدالرحمان د راډیو له پخوانیو اورېدونکو دی.

اړونده مطالب