د جاپان پولیس سیلانیانو ته رزمي سپورت ور زده کوي

د جاپان پولیس وايي د رزمي سپورټونو ور زده کول د هغه پلان یوه برخه ده چې ښارونه به لا خوندي او سیلانیانو ته په زړه پورې کړي. د انځور حقوق Reuters
Image caption د جاپان پولیس وايي د رزمي سپورټونو ور زده کول د هغه پلان یوه برخه ده چې ښارونه به لا خوندي او سیلانیانو ته په زړه پورې کړي.

د یوه راپور پر بنسټ د جاپان د پولیسو یوه څانګه غواړي د سیلانیانو د اعتبار د ترلاسه کولو او د پولیسو د انګلیسي ژبې د زده کړې په موخه دغه هېواد ته ورتلونکو بهرنیانو ته رزمي سپورت ورزده کړي.

میانيچي ورځپاڼه لیکي چې دغه ګام به لومړی د ماتسیو په ښار کې پیل شي او لومړۍ جوپه به یې بهرني زده کوونکي وي.

دغو کورسونو کې چې مارچ میاشت کې به پیل شي بهرني سیلانیان به وربلل کېږي چې لومړی د یوه ساعت لپاره د جودو او کېندو سپورتونو اساسات زده کړي چې د دروي (نی) له لرګیو سره ترسره کېږي.

کابل کې د ښځو لپاره وشو لوبه

ازاد کپ نړيوالو سياليو کې افغانستان دويم ځای خپل کړ

د پولیسو وېبپاڼه لیکي، دغه تمرینونه به د تور کمربند درلودونکو پولیس افسرانو له خوا ورکول کېږي. تمه کېږي چې دغه ښوونکي په انګلیسي د غږېدا وړتیا لري.

د انځور حقوق Alamy
Image caption سیلانیان کولی شي د جودو او کېندو لوبې زده کړي چې د حریف په وهلو کې ډېره مرسته کوي.

د جاپان پولیس وايي د رزمي سپورټونو ور زده کول د هغه پلان یوه برخه ده چې ښارونه به لا خوندي او سیلانیانو ته په زړه پورې کړي.

وېبپاڼه لیکي دوی به ځانونه ډاډه کوي چې ګډونوال د پېښو بیمه ولري. د دروي د لرګي په ګډ‌ون اړین توکي به ښوونکي پولیس برابروي.

له ټولګي وروسته به سیلانیان یوې شاعرانه نندارې ته بلل کېږي چې د زده کړې ځاي ته نژدې د شېنجي جهیل پر څنډو د لمر د پرېوتلو ننداره وکړي.

د عکسونو البوم په کابل کې د ښځينه سوک وهنې ډله

د پکتیا نوي سټډيم د لوبغاړو تنده ماته کړه