د ایراني ډایرکټر اصغر فرهادي "پلورونکي" فلم اوسکار جایزه واخیست

انوشه انصاري او فېروز نادري؛ د جایزې ترلاسه کولو لپاره د ښاغلي اصغر فرهادي استازي وو د انځور حقوق Reuters
Image caption انوشه انصاري او فېروز نادري؛ د جایزې ترلاسه کولو لپاره د ښاغلي اصغر فرهادي استازي وو

د ایراني ډایرکټر اصغر فرهادي "پلورونکي" فلم د ۲۰۱۷ کال د بهرني فلم اوسکار جایزه خپله کړه. ښاغلي فرهادي په ۲۰۱۲ کال کې هم د "له سیمین نه د نادر بېلېدل" فلم له امله دغه جایزه ګټلې وه.

ښاغلي فرهادي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ جنجالي فرمان له امله د اوسکار جایزې په مراسمو کې له ګډون نه ډډه وکړه، که څه هم دغه فرمان د یوه فدرال قاضي په امر ځنډول شوی دی.

ښاغلي فرهادي انوشه انصاري او فېروز نادري د خپلو استازو په توګه د اوسکار نهه اتیایمو مراسمو ته وروپېژندل.

انوشه انصاري د مراسمو ترسره کېدونکي مراسمو کې د ښاغلي فرهادي وینا ولوسته:

"زه ډېر متاسف یم چې نن شپه تاسو سره نه یم. زما نشتوالی د خپل هېواد او شپږو نورو هېوادونو خلکو ته د درناوي لپاره دی چې د غیر انساني قانون له امله یې بې احترامي شوې چې امریکا د کډوالو د ورتګ مخه نیسي."

"د نړۍ داسې وېشل چې زموږ ډله زموږ د دښمنانو پروړاندې، د وېرې رامنځته کېدو لامل کېږي او د پوځي تېري او جګړې لپاره تېرایستونکې توجېه ده."

"دا جګړې په هغو هېوادونو کې د دیموکراسۍ او بشري حقونو خنډ ګرځي چې پخپله د پوځي تېریو قرباني شوي دي."

"فلم جوړوونکي کولی شي خپلې کامرې روښانه کړي ترڅو د انسانانو ګډې ځانګړنې ثبت کړي او د ملتونو غړو او بېلابېلو دینونو په اړه شته کلیشې ماتې کړي."

"هغوی کولی شي زموږ او نورو ترمنځ دوستي پیدا کړي - داسې دوستي چې نن موږ او تاسو تر بل هر وخت ورته ډېره اړتیا لرو."

+ د افغانستان ورپېژندل شوی فلم د اوسکار جایزې له سیالۍ پاتې شوی

+ اسکار ته وړاندې شوی د "هیلو مېنه" فلم څومره افغانی دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اصغر فرهادي د ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ فرمان په اعتراض د اوسکار مراسمو ته له ورتلو ډډه وکړه

د "پلورونکي" فلم لوبغاړې ترانه علیدوستي هم د اوسکار مراسمو سره پرېکون کړی.

په امریکا کې مېشتو ایرانیانو او یا امریکایي توکمو د ښاغلي فرهادي پر جایزې خوښي ښوولې ده. د نړۍ په نورو سیمو کې هم منتقدینو د ښاغلي فرهادي د فلم هرکلی کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر مجمد جواد ظریف پر خپل ټویټر لیکلي، د پلورونکي فلم پر جوړوونکو او لوبغاړو د اوسکار جایزې ترلاسه کولو او امریکا ته "د مسلمانانو پر ورتګ ممنوعیت" پروړاندې د درېدو لپاره ویاړي.

هغه لیکلي؛ "دوه زره کاله کېږي چې ایرانیان د فرهنګ او تمدن استازیتوب کوي."

اصغر فرهادي د فدریکو فلیني، انګمار برګمن او ویتوریو دسیکا ترڅنګ یو له څلورو فلم جوړوونکو دی چې تر یوه ځل ډېر یې د بهرني فلم د اوسکار جایزه ترلاسه کړې ده.

+ د "سباوون خوبونه"؛ د لندن فلم فسټیوال ترټولو ښه مستند

+ لندن کې د فلمونو فسټيوال

د انځور حقوق Getty Images
Image caption "پلورونکی" د رعنا او عماد په نوم (ترانه علیدوستي او شهاب حسیني یې رول لوبوي) د مېرمنې او خاوند کیسه کوي

اړونده مطالب

ورته مطالب