سنجي دت: که لور مې فلمونو ته راغلې وای پښې مې ورماتولې

سنجي دت د انځور حقوق Getty Images

د بالیووډ وتلي ستوري سنجي دت تر پنځه کاله وقفې وروسته بېرته د فلمونو نړۍ ته راستنېږي.

د ناقانونه وسلې ساتلو په جرم تر سزا تېرولو وروسته ښایي باليووډ د سنجي دت لپاره ډېر بدل شوی وي.

څو نوي فلمي لوبغاړي راڅرګند شوي او په دوی کې چې اوس سنجي دت ځان څنګه احساسوي، هغه یې په اړه وویل، "که څوک پنځه کاله پر سایکل ونه ګرځي، نو ایا سایکل چلول یې هېرېږي؟"

سنجي دت له "راکي" فلم نه خپل مسلکي شخصیت جوړول پیل کړل او تر ۳۰ کلونو ډېره موده کېږي او په دې لړ کې هغه په "واقعي"، "سړک" او "مونا بهایي ام بي بي اس" په څېر مشهور فلمونه جوړ کړي او دا ځل بیا له "بهومي" فلم نه بېرته فلمي نړۍ ته راګرځي.

د زوی او پلار پر اړیکو جوړ شوي دغه فلم کې سنجي دت د پلار په رول کې کار کوي.

سنجي دت وایي، "زه له دې فلم سره یو ځل بیا بالیووډ ته راروان یم او دې فلم ته به بېرته راستنېدل ووایم."

+ فلمي ستوری سنجي دت پنځه کاله نور بندي شو

+ د بالیووډ ستوری د ناقانونه ښکار قضیه کې سپین وخوت

د انځور حقوق Getty Images

سنجي دت خپله د دوو ماشومانو پلار دی او هغه فکر کوي چې د ماشوم او پلار رابطه له ارزښته پورته ده، خو اجازه نه ورکوي خپله مشره لور ترشالا فلمونو کې رول لوبولو ته پرېږدي.

له بي بي سي سره خبرو کې هغه ددې کار لامل په اړه وویل، "هنرمندي څه اسانه کار نه دی. ترشالا که بالیووډ ته راځي نو هندي ژبې زده کولو ته هم اړتیا لري. هغې د عدلي طب په برخه کې زده کړې کړي، په هغې کې هم پرمختګ پکار دی. که هغه فلمونو ته راغلې وای، نو ما به یې پښې ورماتې کړې وې."

خو ددې ترڅنګ هغه د ښځو د ازادۍ په تړاو خبرو کې وویل، "اوس پر هرې خبرې کې نجونې کمزورې ګڼل کېږي. لا هم نجونو ته د خپلې خوښې جامو اغوستلو ازادي نشته، زه هر یوه سړي ته دا ویل غواړم چې یو ماشوم دنیا ته راوړئ نو بیا به تاسو ته د ښځو توان څرګند شي."

سنجي دت وایي، امریکا کې چې کله ماشوم د زېږېدو کېږي، نو مېړه هم په زېژنتون کې د خپلې مېرمنې ترڅنګ وي.

دغه هندي فلمي لوبغاړی وایي، "کله چې زما مېرمنه زېژنتون کې ځانګړې خونې ته وړل کېده، زه ورسره وم. ما د هغې لاس نیولی و. د مېرمنې د درد په لیدو زه بېهوښه شوی وم."

سنجي دت پر ژوند هم د یوه فلم پر جوړولو لګیا دی، خو په دې کې د سنجي دت رول رنبیر کپور ترسره کوي.

دی وایي، "زه په خپل فلم کې د رول ترسره کول غواړم، خو اوس زما عمر ډېر شوی دی."

اړونده مطالب