افغان ګاڼو لوېدیځ کې د خلکو زړونه وړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د مرینا خان په وینا که څه هم بازار ته لار موندل ګران دی او د تولید کیفیت باید عالي وي خو وايي زه هيله منه يم.

داسې ښکاري چې د افغانستان ګاڼې هم د نړۍ د فېشن صنعت کې ځای موندلی او د ډیزاینرانو زړونه یې وړي. نه یوازې دا چې افغان ګاڼو ته ورته توکي د کالیو نندارو کې د ماډلو نجونو له خوا اغوستل شوي بلکې د برتانیا مغازو ته یې هم لار موندلې. داسې مغازې لکه ټاپ شاپ، سلفرېج او د اسوس (ASOS) په شان وتلي نومونه د افغان ګاڼو او واسکټ په شان جوړ توکي د خپلو ګران بیعه شیانو په کتار کې ږدي.

په لندن کې افغان توکمه مرینا خان بازار ته د افغاني زېوراتو د وړاندې کولو کار وروسته له هغه پیل کړ چې ویې لیدل، سره له دې چې مینه وال لري او ورته اړتیا شته خو لندن کې افغان ګاڼې نشته.

نیویارک کې د حجاب فېشن اونۍ

د کوه نور الماس شپږ افسانې

اوس آغلې مرینا نه یوازې دا چې افغاني ګاڼې بازار ته وړاندې کوي نورو ته د ورپېژندلو او د اغوستلو لپاره د افغانانو د هڅولو په پار یې د فېشن او سينگار نړيوال مرکز کې افغاني کالي او زېورات نندارې ته وړاندې کړي.

مرینا وايي: "زما نيت دا دى چې ځوانې افغانې نجونې د افغاني جامو په اغوستلو او پر خپل کلتور ووياړي. "

د انځور حقوق avizeh
Image caption د فېشن د نړۍ ستړې کمپنۍ په بېلابېلو هېوادونو کې قومونو ته نسبت ورکړل شوي کالي نندارې ته وړاندې کوي.

مرينا خان وايي نيت یې دا دى چې افغان زېورات دود کړي. هغه وايي افغان ګاڼې ښکلي دي او يوازې افغانان نه بلکې نور خلک به هم د هغو له کارولو خوند واخلي.

خو دې ټول کار ته يې څرنگه فکر شو؟ مېرمن مارینا وايي: "زما خپله تجربه دا ده چې زه په افغاني زيوراتو او جامو پسې گرځېدم چې په يوه واده کې يې واغوندم خو په برتانيا کې مې هېڅ شى پيدا نه کړل. "

مرینا وايي انټرنټ ته یې مخه کړه او په امریکا کې یې یو دوکان وموند خو خوښ یې نه شو. اغلې مرینا زیاتوي: «همدې زما پام دې ته کړ چې د دې جامو اړتيا شته او بايد دا کار وکړم».

د عکسونو البوم لندن کې د پاکستاني فېشن اوونۍ

د ویتني هوسټن کالي او جواهر په ۸۰ زره ډالرو وپلورل شول

له کلونو راهیسې افغانستان کې سوداګر له افغان دولت او نړیوالو غواړي چې د افغاني صنعت لپاره بهرنیو هېوادونو کې بازار ومومي خو دا څرنګه ممکن کېدی شي؟

د مرینا خان په وینا که څه هم بازار ته لار موندل ګران دی او د تولید کیفیت باید عالي وي خو وايي: "زه هيله منه يم چې ښايي زما له برکته په افغانستان کې ناستې مېرمنې وهڅېږي. "

د انځور حقوق avizeh
Image caption افغان زېورات په خپلې ښکلا یوازې په افغانانو کې مشهورې نه دي بلکې په زرګونو کلونه تاریخ کې یې د نړۍ بېلابېلو دودونو سره تړاو پیدا کړی.

لندن نړۍ کې د فېشن له کبله د مشهورو ښارونو په سر کې راځي. یو انګلیس چارلس فرېډرېک ورت چې په پاریس کې یې ژوند کاوه، لومړنی ګنډونکی و چې لېبل یې پر کالیو وټومبه او پرې ویې لیکل چې "د ورت کارځی ". دی د فېشني او ګرانو کالیو "هاوت کوتور پلار " بلل کېږي.

د فېشن صنعت له پیل بیا تراوسه د ودې په حال کې دی. د فېشن د نړۍ ستړې کمپنۍ په بېلابېلو هېوادونو کې قومونو ته نسبت ورکړل شوي کالي نندارې ته وړاندې کوي.

افغان زېورات په خپلې ښکلا یوازې په افغانانو کې مشهورې نه دي بلکې په زرګونو کلونه تاریخ کې یې د نړۍ بېلابېلو دودونو سره تړاو پیدا کړی.

په یوویشتمه پېړۍ کې د افغانستان زېوراتو کې هغه ګاڼې چې کوچیان یې کاروي تر ټولو ډېر شهرت لري او پر همدې یې کوچیانۍ ګاڼې بولي.

مرینا خان کار ته نیت کول تر هرڅه مهم بولي او وايي: "زه په دې باور يم چې که څوک استعداد ولري، لېواله وي او له زړه وغواړي نو نور يوازې د خپل توليد لپاره تبليغ په کار دى. که چيرې تاسې مستعدې ياست او ښکلې طرحه لرئ زه به مو هم وغواړم چې راسره واوسئ ".

د مرینا کلک هوډ او لاس ته راوړنې ښيي چې که هدف لېرې هم وي، لاس ته راوړل یې ناشونی نه دی.