د سوریایۍ کډوالې یسری ماردیني له کیسې په الهام فلم جوړېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یسری وايي "دوی زموږ ځلېدل ولیدل، ښه یې وارزول، بیا یې موږ ومنلو."

یوه بریتانیايي شرکت اعلان کړی چې له سوریې نه د یوې تښتېدلې نجلۍ له کیسې په الهام اخیستو یو فلم جوړوي.

دا فلم د ۲۰۱۶ کال ریو دي جنیرو د اولمپیک سیالیو کې د هغې له ګډون مخکې وخت په اړه دی.

یسری ماردیني او د هغې خور ساره له ترکیې نه یونان ته د خپل کوچنۍ بېړۍ ترڅنګ له نورو کډوالو سره د څو ساعتونو لپاره لامبو وهلو ته اړې شوې دي.

وړاندې یسری برازیل کې د ۲۰۱۶ کال اولمپیک سیالیو کې د ګډون لپاره د کډوالو له لوبډلې سره د لوبېدو سیالي وکړه.

د ریو ۲۰۱۶ اولمپيک کې لومړۍ کډواله ډله ګډون کوي

د سوریې کډواله اولمپیک کې د ګډون په هیله

د بریتانیا فلم جوړونې "ورکېنګ ټایټل" شرکت منلې ده، چې د سټیفن دالډري په مدیریت به دغه فلم جوړېږي.

دالډري "ډیلي مېل" ورځپاڼې ته ویلي: "اوس مهمه دا ده چې د تمثیل او لامبو لپاره یو مناسب کرکټر ومومو."

۱۸ کلنې ماردیني، چې د لامبو د یوه روزونکي لور ده، په ۲۰۱۵ کال وروسته تر هغه له خپلې خور سره یوځای خپله مېنه پرېښوده، چې کورنیو جګړو یې سوریه کې کور ویجاړ کړ.

د یسری دې سفر ټیک ۲۵ ورځې وخت ونیو، د لبنان له بیروته ایجه سمندر ته پورې وتله او په پای کې جرمني ته ورسېده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ۱۸ کلنه یسری ماردیني وايي "غواړم هېوادوال کډوال راباندې وویاړي. غواړم ویې هڅوم".
د انځور حقوق Getty Images
Image caption یسری د ۱۰۰ متره لامبو وهلو سیالۍ کې بریالۍ شوه، خو اصلي سیالیو ته یې د تمرین لپاره ډېر وخت نه درلود.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption په جرمني کې یوه مصري ژباړن دواړې خویندې یوه کلب ته معرفي کړې، چې برلین کې د لامبو وهلو ډېر پخوانی کلب و.

هغې د خپل سفر په اوږدو کې خپله خور ساره او یوه بله کډواله هم له ځانه سره ملګرې کړه، خو دوی په لامبو وهلو نه پوهېدل، خو د پړي په مټ یې د سمندر له څپو ځانونه وژغورل.

جرمني کې د ماردیني د استوګنې لومړی ځای د کډوالو کمپ وټاکل شو.

"زه یې ومنلم"

په جرمني کې یوه مصري ژباړن دواړې خویندې یوه کلب ته معرفي کړې، چې برلین کې د لامبو وهلو ډېر پخوانی کلب و. دغه لامبوځای چې په ۱۹۳۶ کال د جرمني د نازي مشر ادولف هتلر د واکمنۍ پرمهال د اولمپیک د لوبو په پلمه جوړ شوی و.

یسری وايي "دوی زموږ ځلېدل ولیدل، ښه یې وارزول، بیا یې موږ ومنلو."

له یولړ روزنو وروسته، د اولمپیک نړیوالې کمېټې له دوی یوه سوریایۍ کډوالو د کډوالو لوبډله کې غوره کړه.

یسری د ۱۰۰ متره لامبو وهلو سیالۍ کې بریالۍ شوه، خو اصلي سیالیو ته یې د تمرین لپاره ډېر وخت نه درلود.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption و "ورکېنګ ټایټل" شرکت اریک فیلنر ویلي: "دا د هغې یوې نجلۍ ښکلې کیسه ده چې لویې هیلې لري، کټ مټ لکه د بیلي الیوت فلم کې."

و "ورکېنګ ټایټل" شرکت اریک فیلنر ویلي: "دا د هغې یوې نجلۍ ښکلې کیسه ده چې لویې هیلې لري، کټ مټ لکه د بیلي الیوت فلم کې."

فلم جوړوونکي سټیفن دالډري د ۲۰۰۱ کال اوسکار جایزې ته د "بیلي الیوت" فلم له کبله نومول شوی و، چې د بالي مسلکي نڅاګر ځوان کیسه کوي.

اړونده مطالب