فرهاد دریا: ګروه باران یو ځل بیا جوړېږي

  • 19 مارچ 2017 - 29 کب 1395
افغان سندرغاړي فرهاد دریا بي بي سي سره نوروزي مرکه کې د ګروه باران د موسیقۍ د ډلې بیا جوړېدلو خبر ورکړ.

افغان وتلي سندرغاړي فرهاد دریا له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د باران د موسیقۍ ډله چې نژدې دېرش کاله وړاندې یې فعالیت درلود یو ځل بیا جوړېږي او د دریځ سر ته به خېژي.

فرهاد دریا چې د نوروزي خپرونو په لړ کې یې د بي بي سي له محجوبه نوروزي سره خبرې کولې وویل "له ډېرې مودې راپدېخوا د یوه ځوان ګروه باران پر جوړولو کار کوم چې له نوې ساه سره د ستېج سر ته وخېژي".

په داووس نړیوال کانفرنس کې د افغان نجونو ځانګړې موسیقي

'د موسیقۍ د استاد لمسی د موسیقۍ الاتو د غلا په تور نیول شوی'

ګروه باران په ۱۳۶۰ مو لمریزو کلونوکې د هغه مهال د ځوانو سندرغاړو فرهاد دریا، اسد بدیع، جاوید راهي او مختارمجید په ګډون جوړه شوه چې خورا ډېر شهرت یې درلود.

د انځور حقوق Massoud Azizi
Image caption ګروه باران: (له ښی لاس) اسد بدیع، جاوید راهي، فرهاد دریا او مختارمجید

د ګروه باران غړو به په ګډه سندرې ویلې او داسې سبک یې درلود چې د افغانستان په موسیقۍ کې یې تر دغه وړاندې ساری نه درلود.

فرهاد دریا وویل، د ګروه باران د بیا جوړلو لپاره یې له پخوانیو ملګرو سره مشوره کړې او "د ځوانې ډلې له جوړېدو سره به دوی هم ورسره وي".

ښاغلي دریا زیاته کړه " لا اوس هم عزم او اراده لرو او اوس هم هماغه یوو چې وو".

د غزني اصیله موسیقي له زوال سره مخامخ ده

د عکسونو البوم افغانه موسیقي ډله د لندن په سفر

د انځور حقوق Getty Images

ښاغلي دریا په دغې ځانګړې مرکه کې د ګروه باران د لومړنیو ورځو کیسه وکړه چې څنګه به د ډلې هلکان د دوی په کورکې سره راټولېدل، تمرین به یې د ده په کوټه کې کاوه او وروسته به یې د موسیقۍ سامان پر اوږه کړل او د راډیو تلویزیون پر لور به د سندرو د ثبت لپاره روان شول.

هغه زمان او وخت د ښاغلي دریا په وینا نه هېرېدونکی و او څه چې دوی تولیدول د خلکو خوښېدل. نو ځکه د ده په وینا: " اوس غواړم نوی نسل او نوې غوټۍ" د باران ګروه یو ځل بیا وغوړوي.

فرهاد دریا لومړنی افغان سندرغاړی و چې د مجاهدینو او طالبانو له واکمنیو وروسته یې په کابل او ولایتونو کې،کنسرتونه ورکړل او په زرګونو کسانو په کې ګډون وکړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فرهاد دریا په هلمند کې هم کنسرت ترسره کړ او د لشکرګاه ځوانانو له لسیزو وروسته د موسیقۍ یوه کنسرت کې د ګډون موقع پیدا کړه.

(د فرهاد دریا بشپړه مرکه د نوروز په ورځ پر بي بي سي خپرېږي)

اړونده مطالب