"د برتانیا تاریخي ډارمو کې تورپوستو ته کم رول ور کول کېږي"

د انځور حقوق .
Image caption تانډې نیوټن وايي، په برتانیا کې رول ورته نشته.

سینمايي لوبغاړې تانډې نیوټن وايي، نه غواړي په برتانیا کې کار وکړي، ځکه چې په تاریخي ډرامو کې تورپوستو او نورو قومي لږکیو ته رول نه ور کول کېږي.

اغلې نیوټن یاده نیوکه د برتانیا د فلمونو د انسټيټوټ له پلټنو وروسته کړې ده.

دغه انسټیوټ خپلو پلټنو کې موندلې وه چې له ۲۰۰۶ کاله را پدېخوا د برتانیا په ۵۹ سلنه تولید شويو فلمونو کې تورپوستو لوبغاړو ته رول نه دی ور کړل شوی.

* د هالیووډ فلمونو کې رول لوبول حماقت دی؟

* د عکسونو البوم: د هالیووډ د وتلې ستورې ژوند

تانډې نیوټن په برتانیا کې زېږېدلې او درې ماشومان لري، له سنډی ټایمز مجلې سره یې په مرکه کې ویلي"غواړم دلته و اوسېږم، خو نه غواړم د داسې یو چا په توګه کار وکړم چې د توکمي تعصب ښکار وي."

نیوټن له هغو ګوته په شمېر برتانوي فلمي لوبغاړو ده چې د دغه هېواد په فلم او ټلوېزیون کې یې د نژادي رنګارنګۍ د نه شتون له امله نیوکې کړې دي.

د انځور حقوق 1TV
Image caption نیوټن وايي، تورپوستو ته په تاریخي ډرامو کې رول نه ور کول کېږي.

د بي بي سي د سپوکس ټلوېزیونې خپرونې پخوانی چلوونکی ډیویډ اویالوو وايي، په انګلستان کې د تورپوستو سینمايي لوبغاړو لپاره کاري موکې کمې دي چې له امله یې هغوی امریکا ته کډه کېږي.

د (The United Kingdom) ټلوېزیوني ډرامې چلوونکي په ۲۰۱۵ کې وویل، موږ په برتانیا کې ډېرې ډرامې تولیدوو، خو معمولاً تورپوستي لوبغاړي پکې لږ لیدل کېږي:

" دا ډېره مایوسوونکې ده، ځکه دا هرڅه باید دا ډول نه وای."

* هغه مدهوبالا چې نیمايي ښکلا یې پټه پاتې شوه

* بفتا فلمي جایزې: څوک د څه لپاره نومول شوي؟

د امریکا په متحده ایالتونو کې تورپوستو لوبغاړو ته ډېرې کاري موکې شته؛ تر دې چې تورپوستي کوای شي، د سپین پوستو تاریخي شخصیتونو رول کې راڅرګند شي.

امریکا ته د تورپوستو برتانوي سینمايي لوبغاړو پر کډوالۍ د هالیووډ سینما پیاوړي لوبغاړي سمویل اېل جکسن هم نیوکه کړې ده.

هغه پر فلمې ادارو له دې امله نیوکه کړې چې په تورپوستو برتانوي سینمايي لوبغاړو ته اجازه ور کوي چې د یوه امریکايي رول ولوبوي، په داسې حال کې چې موږ په کور دننه هم ډېر وروڼه لرو چې هغوی هم کار ته اړتیا لري.

نوموړي تر هغه وروسته یادې څرګندونې وکړې چې تورپوستي برتانوي لوبغاړي ډانیل کالویا په یوه امریکايي نژادي لنډه کي فلم (Get Out) کې رول ولوباوه.

د انځور حقوق Universal Pictures
Image caption له برتانیا تللی تورپوستی هنرمند امریکا کې هم له ستونزو سره مخ دی.

اړونده مطالب