هندۍ سندرغاړې: له ډېرو مرکو ستړې شوې یم

د انځور حقوق ALKA YAGNIK
Image caption الکیا یا ګنیک د څو سندرو له امله ډېره مشهوره شوه.

مشهوره هندۍ سندرغاړې الکا یاګنیک وايي، له رسنیو لږ څه وېره لرم، ټول ژوند کې مې دومره مرکې ور سره کړې چې نوره ستړې شوې یم.

نوموړې ډېرې سندرې ویلې، خو له منځه یې د (مېري انګنې مې، تمهار کیا کام هی او ایک، دوتین، چهار، پانچهـ ...) سندرې خورا ډېرې مشهورې دي.

* ۲۰۱۶ کال کې د بالیووډ جنجالونه

* بالیووډ هند کې د رواني روغتیا موضوع ننګولې

الکا د هندوستان له هغو سندرغاړو ده چې ډېری وخت یې د پردې تر شا یا فلمي سندرې ویلې، له کلونو راهیسې د خپلو مینه والو په زړونو کې اوسېږي، خو له یوې مودې ګوښی ژوند کوي.

نوموړې له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: " دمګړۍ په ممبيي کې اوسېږم، له رسنیو وېره لرم، ټول عمر مې دومره مرکې ور سره کړي چې نوره ستړې شوې یم".

الکا په ۱۹۶۶ د مارچ په ۲۰مه د هندوستان په کلکته ښار کې وزېږېده.

د انځور حقوق ALKA YAGNIK
Image caption الکا دا مهال په ممبيي کې ده.

نوموړې په فلمي نړۍ کې د بدلونونو په اړه وايي، اوسنۍ موسیقۍ ته پام د سندرو ویلو انداز بدل شوی دی، میلوډي سندرې اوس کمې اورېدل کېږي، پر ځای یې ګډې صوفیانه او (ایټم) انداز سندرې ډېر اورېدونکي لري.

الکا د امیتابچن (لاوارث) فلم ته د (میرې انګنې مې تمهار کیا کام هې) سندره وویله چې خلکو ډېره خوښه کړه: ((کله مې چې دا سندره ویله، سوچ مې هم نه شو کولای چې خلک به یې دومره خوښه کړي.))

* شاه رخ خان د امیتابچن کومې سپارښتنې مني؟

* د عامر خان دنګل فلم تر ټولو ډېرې پیسې ګټلې

خو نوموړې هغه وخت د شهرت هسکو ته وخته چې په ۱۹۸۸ کال یې (تېزاب) نومې هندي فلم ته د (ایک، دو، تین، چهار ...) سندره وویله.

الکا یاګینګ وايي، تېر مهال به د سندرغاړي سندریز پرمختګ د هغه په خوارۍ تړلی و، خو اوس رسنۍ په یوه شپه سندرغاړي مشهوروي: ((هره سندره د اورېدو وخت لري، که مو په سندره کې څه وي، هیڅوک یې د مشهورېدو مخه نه شي نیولی.))

د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په کومه سندره یې ډېره خواري کړې، هغې وویل، د (سو دېش) فلم د (سانوریا) پر سندره یې ډېر کړاو وګاله، ځکه په سندره کې لوړې او ژورې وې.))

د انځور حقوق ALKA YAGNIK
Image caption الکا وايي، رسنۍ په یوه ورځ کې خلک مشهوروي.

اړونده مطالب