'جګا جاسوس' بې درکه او د شریش کندر ټویټر پیغامونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شریش کندر د ټویټر پیغامونو له کبله مشهور دی

د هند فلمي نړۍ بالیووډ فلم جوړونکي شریش کندر د خپلې مېرمنې فرح خان له کبله ډېر پېژندل کېده، چې د بالیووډ یوه مشهوره څېره ده.

خو له څه مودې راهیسې نوموړی د خپل یو هنر داسې څرګندونه کړې، چې ځان ته یې یوه بېله پېژندګلوي موندلي او داسې ښکاري، چې هغه له خپل دغه هنره خوند هم اخلي.

نوموړی له څه مودې راهیسې د هند کورني سیاست او ټولنې کې د زغم نشتوالي په اړه پر ټویټر پریمانه پیغامونه لیکي.

له دې کبله کله نا کله د هغه د طنزونو ستاینه کېږي او کله نا کله بیا پرې سختې نیوکې هم کېږي.

هندۍ سندرغاړې: له ډېرو مرکو ستړې شوې یم

۲۰۱۶ کال کې د بالیووډ جنجالونه

هغه دا وروستیو کې د یوه لیکوال چیتن بهګت د ټویټر پیغام ځواب کې د اترپردېش ایالت نوی ټاکل شوی اعلی وزیر ادیتیه نات، داود او وجې مالیه ته ورته بللی دی.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارکونکو د نوموړي دغه څرګندونې ټوکې، ټکالې بللې، خو د اعلی وزیر یو شمېر پلویان بیا له دې کبله ډېر ناخوښ معلوميږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شاهد ویلي، هیله مند دی، چې کنګنا به له دوستانو سره کاري چاپېریال کې رویه ښه کړي

د شریش ټوکې رښتیا خوندورې دي، خو هسې نه یوه ورځ ورته خپله خوله د کلا پر ځای بلا شي.

فلمي لوبغاړی شاهد کپور هم نن سبا خورا مصروف ښکاري. دی کله د کارکونکو مېرمنو په تړاو د خپلې مېرمنې د څرګندونو سپیناوی کوي او کله بیا مجبور شي، چې د پخوانۍ ملګرې کرینه کپور په اړه د تېر وخت پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

کله بیا له کنګنا سره د خپل مرورتوب په جنجال اخته وي. یوې مجلې سره خبرو کې اوس شاهد ویلي له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې فلمونو کې رول لوبوي، خو هغومره چې له کنګنا سره فلم کې د ګډ رول لوبولو له کبله ځورېدلی، بل هېڅ همکار یا همکارې سره د رول لوبولو پر مهال دومره نه دی ځورېدلی.

شاهد ویلي، هیله مند دی، چې کنګنا به له دوستانو سره کاري چاپېریال کې رویه ښه کړي. رنګون نومي فلم د شاهد او کنګنا لومړنی او ښايي وروستی فلم وي. فلم بریالی هم نه شو، خو د شاهد او کنګنا تر منځ د ناندریو له کبله د هندي فلمي رسنیو کې پرې ډېر تاوده بحثونه وشول.

شاهد به اوس له پدماوتي نومي نوي فلم سره د سینما پر پرده راڅرګند شي او د کنګنا نوی فلم به سیمرن وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سلمان خان او کترینه ټایګر زنده هی نومي فلم کې رول لوبوي

سلمان خان او کترینه کیف یو ځل بیا په ګډ فلم ټایګر زنده هی کې رول لوبوي. فلمي رسنۍ کله د دغه فلم جوړولو پر مهال اخیستل شوي تصویرونه خپروي او کله هم فلمونو ته ځانګړي خبرونه.

د رنبیر کپور او کترینه تر منځ د ملګرتیا له پای ته رسېدو وروسته د جګا جاسوس نومې فلم نندارې ته وړاندې کېدل څو ځلې ځنډېدلي دي او لامل یې هم نه دی څرګند شوی.

جګا جاسوس سره به څه کېږي دا معلومه نه ده، خو دا څرګنده ده، چې د جاسوسۍ یا څارګرۍ پر موضوع جوړ شوی فلم ټایګر زنده هې به د نوي میلادي کال په لومړیو کې نندارې ته وړاندې شي.

البته د جګا جاسوس ډایرکټر انوراګ باسو له دغه فلمه باید یوه زدکړه کړې وي او هغه دا چې هر څوک د امتیازعلي په څېر په نوي فلم کې د پخوانیو جوړو یو ځای کولو سره بریا نه شي تر لاسه کولای.

د انځور حقوق Getty Images

ورته مطالب