د ښکلا کریم اعلان په تړاو پر شاهرخ خان او دیپيکا نیوکه

ابھے، شاہ رخ دیپیکا د انځور حقوق FACEBOOK

د بالیووډ سینما پر هغو ستورو چې په هند کې د پوستکي سپینولو ادعا لرونکي کریم اعلانونه کوي، د سختو نیوکو له امله یو اکټر ابي دیول په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپارولي دي.

ډېر خلک پر ټویټر ابي دیول د باليووډ زړور اکټر بولي.

د ټویټر یوه کاروونکي انشو چبر لیکلي، "ابي دیول د خپل فیسبوک پوسټ نه یو سم بحث پیل کړی دی. د بالیووډ لوی ستوري اخر ولې د ښکلا کریم اعلانونه کوي؟"

+ روینه ټنډن بېرته بالیووډ ته راغله

+ د فېشن اونۍ وروستي ماښام کې بالیووډ ستوري

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption اکټره سونم کپور هم د یوه کریم اعلان کوي چې په هغې کې هم د پوستکي سپنولو ادعا کېږي

د ښځو د حقونو فعاله کویتا کرشنن لیکلي، "نسل پالنې او جنسي بېلوالي پر خلاف د اواز پورته کولو لپاره ابي له تاسو مننه کوم."

پر ټولینزو رسنیو ډېرو خلکو د ابي ستاینه کړې ده. که څه هم د ځینو خلکو ویلي، دا چې ابي دیول ته د فلم په صنعت کې کار نه پیدا کېږي، نو ځکه دا ډول خبرې کوي.

ابي دیول د بالیووډ پر هغو وتلیو ستورو چې د پوستکي سپینولو ادعا لرونکي کریم اعلانونه کوي، سختې نیوکې کړې وې.

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption شاهرخ خان د سپینوونکي کریم په یوه اعلان کې دی

ابي دیول پر فیسبوک خپلو ډېرو لیکنو کې پر شاهرخ خان دیپکا پادوکون، جان ابراهم، سونم کپور او شاهد کپور سختې نیوکې کړې دي.

هغه دا ډول اعلانونه نژادپالي بللي او د بالیووډ وتلي ستوري یې ټکولي دي.

+ ۲۰۱۶ کال کې د بالیووډ جنجالونه

ابي دیول پر خپل فیسبوک پوسټ کې لیکلي: "په هېواد کې کمپنۍ په ښکاره او زیرکتیا سره دا باور خرڅوي چې سپین تر تور ښه دی. په دې لوبه کې هېڅ داسې څوک نشته چې ووایي دا پاروونکی، فرضي او توکمپالی کار دی."

هغه لیکلي: "دا به تاسو پخپله هم لیدلي وي. تاسو ته پکار ده چې ددغه فکر خپرول ودروئ چې پکې ویل کېږي یو ځانګړی رنګ تر نورو رنګونو ډېر ښکلی دی. له بده مرغه چې تاسو د واده اعلانونه ګورئ نو دا ترجېح ډېره څرګنده تر سترګو کېږي. تردې چې موږ د چا د پوستکي رنګ بیانولو لپاره د 'ډسک' کلمه کاروو. یو کس دغه ترجېح په ټولنه کې نشي بدلولی، خو لږ ترلږه په یوې کورنۍ کې د بدلون لپاره خو یې هڅه کولی شي."

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption دیپیکا پادوکون هم د سپینولو ادعا لرونکي کریم اعلانونه کوي

ابي دیول پر شاهرخ خان په نیوکه کې ویلي: "او کېنګ خان پخپله له تاسو پوښتنه کوي، چې نارینه یې نو د نجونو ښکلا کریم ولې وکاروې؟ په دې کې هغه هڅه کوي له تاسو نارینه جوړ کړي. سپینېدل خو جانبي عوارض دي."

ابي د دیپیکا پادیکون لخوا د ښکلا یوه کریم اعلان په تړاو په خپل پوسټ کې لیکلي، "د ښکلا په یوه کریم کې دوه. که تاسو دیپکا پادوکون ته په غور سره وګورئ نو د هغې سترګې تر واقعي سترګو ډېرې روښانه ښکاري."

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption ابي دیول د اکټرې نندتا داس له دې امله ستاینه کړې چې هغه توربخن والی هم ښکلا ګڼي

له بلې خوا ابي دیول د اکټرې نندتا داس له دې امله ستاینه کړې چې هغه توربخن والی هم ښکلا ګڼي.

هغه د نندتاداس په ستاینه کې لیکلي: "یوه ناپوهه نندتا داس ده چې خلکو ته زده کوي چې توروالی هم ښکلا ده. ولې هغه نه پوهېږم چې موږ پر دې خبرې له وړاندې هم پوهېږو؟ ولې موږ د جنوبي هند خلک نه دي منلي؟ دا څه دي؟ هغه له اړیسه ده؟ ایا موږ کولی شو هغه په جنوبي ایالتو کې شامله کړو."