چین کې د عامرخان دنګل فېلم نندارې ته وړاندې کېږي

د انځور حقوق DANGAL
Image caption عامر خان په دنګل فېلم کې.

د هند او چین اړیکي په دې ورځو شپو کې ساړه دي، خو بیا هم د هندي سېنما وتلی ستوری عامر خان چين ته تللی.

عامر خان ځکه بيجينګ ته تللی چې د دغه ښار د فېلمونو نړيوال فیسټيوال کې د نوموړي (دنګل) فېلم ننداره کېږي.

عامر خان د بالیووډ له هغو څو ستوریو دی چې په چین کې مینوال لري.

* عامر خان د فېلم پلورلو هنر لري

* د عامر خان دنګل فېلم تر ټولو ډېرې پیسې ګټلې

* د سلمان خان اتل او د سلمان شریک څوک دی؟

څو کاله پخوا چې د عمر خان مشهور فېلم تهري ایډیټس یا درې کم عقلان خپور شو، نو په چین کې یې مینوالو ډېر خلک حیران کړي و.

له هغه فېلم وروسته عامر خان هم په چين کې خورا مشهور شو او هنرمن جیکي چین څو ځلې (درې کم عقلان) وستایه.

دنګل فېلم په چین کې خپرېږي او عامر خان به هم په دغه هېواد کې څو ورځې پاتېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین ولسمشره عامر خان ته مډال ور کوي.

په وروستیو کې چین او هند په ګډه څو فېلمونه جوړ کړي دي.

تېر کال دواړو هېوادونو دا تړون هم لاسلیک کړ، چې د راج کپور د پنځوسمې لسیزې فېلم (اواره) بیا جوړ شي. دا فېلم په چین کې ډېر مینوال لري.

اړونده مطالب